د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې چاودنې څلور پوليس ووژل


سید شاه سقیم

چارواکي وايي، په غزني کې نن د عامه ساتنې د پوليسو پر يو موټر چاودنه شوې ده ، چې په کې څلور تنه افغان پوليس وژل شوي او يو بل ژوبل دی.


چاودنه نن سهار د کابل کندهار پر لويه لاره، د غزني په ناني سيمه کې د عامه ساتنې د پوليسو پر يو موټر شوې ده، چې په کې تر اوسه پورې څلور تنه پوليس وژل شوي او يو بل ژوبل شوی دی.

چارواکي وايي، د عامه ساتنې پوليسو، يو اکمالاتي کاروان تر سيمه تېریدو، چې د سړک پر غاړه يو ځای پر ځای شوی ماين پرې چاودېد.
د غزني مرستيال والي، محمد علي احمدي په پېښه کې اوښتې مرګ ژوبله تاييدوي او چاودنه د طالب وسله والو کار بولي.

"د کابل کندهار پو لويه لاره، د غزني ښار او قره باغ ولسوالۍ تر منځ په ناني سيمه کې د عامه ساتنې پر پوليسو دغه چاودنه شوې ده. د عامه ساتنې پوليسو يو اکمالاتي کتار له کابل څخه کندهار ته بېوو، چې پر لاره پرې د سړک پر غاړه خښ شوی ماين چاودېدلی دی، په پېښه کې تر اوسه پورې څلور تنه د عامه ساتنې پوليس وژل شوي او يو بل ژوبل دی."

د غزني د ملکي روغتون ډاکټران وايي، دوی ته د پېښې له ځای څخه د څلورو پوليسو جسدونه او يو ټپي ور وړل شوی دی.

دوی د ټپي شوي پوليس روغتيايي حالت د ډاډ وړ بولي.
د چاودنې مسووليت وسله وال طالبان مني.

خو په کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره مالومات نه لري.

شاو خوا شل ورځې وړاندې د اندړو ولسوالۍ په ملا نوح بابا سيمه کې هم د عامه ساتنې د پوليسو پر موټر چاودنه شوې وه، چې په کې پنځه تنه پوليس وژل شوي وو.
XS
SM
MD
LG