د لاسرسي ځای

تازه خبر

زابلي ځوانان پاکستان سره د جګړې لپاره نوم ليکنه کوي


د ننګرهار په ګوشتې کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر ډيورنډ کرښه تر نښتې وروسته زابلي ځوانان وايي دوی هم د خپلې خاورې ساتلو ته تيار دي.


قلات - د زابل ځوانان وايي، د پاکستان پر ضد يې د وړمې ورځې په مظاهره زړه نه دی يخ شوی، ځکه يې نو پرون بيا د دغه هېواد پر ضد مظاهره وکړه او اوس وايي، له پاکستان سره د جګړې لپاره نومونه ليکو.


دوی وايي، زابل هم له پاکستان سره ګډه پوله لري، خو که دغه هېواد بيا د افغان پر هر ولايت بريد وکړ، نو دوی به د سترګو په رپ کې د جګړې ميدان ته ځانونه رسوي، او بيا به تر شا نه را ګوري.

دوی وايي، موږ د خپل دولت، اردو او پوليسو ملاتړ کوو، که هغوی مو په خپلو ليکو کې ورشاملوي او وسلې راکوي هم سمه ده، کنې نو له پلاره په را پاتې ټوپکونو هم د پاکستان د يرغل ځواب ويلای شو.
ځوانان وايي، تر اوسه پورې په زابل کې د سلو په شاو خوا کې ځوانانو له پاکستان سره د احتمالي جګړې لپاره نومونه ليکلي او د نوم ليکنې دغه لړۍ لا هم په درز کې روانه ده.
بسم الله، عبدالقيوم او نعمت الله د هغو ځوانانو له ډلې څخه دي، چې نومونه يې ليکلي او وايي، د وطن د ساتنې لپاره، نه په سر بند دي او نه هم د مال پروا لري.
"موږ دا لاريون د پاکستان پر ضد وکړ، وروسته به نور هم وکړو، نومونه مو هم نويشته کړل او له يو هدف سره به کار کوو، که هر مملکت پر افغانستان يرغل وکړی، موږ يې د دفاع لپاره ولاړ يوو. "
"موږ خپل نومونه وليکل، قرباني ورکوو، موږ د افغانستان د سرحداتو ساتنه په خپله کوو او له خپلو پوليسو سره همکار يو، هر ډول همکاري ورسره کوو او هر ډول قرباني ته حاظر يوو. "
"نه يوازې د ګوشتې ولسوالۍ بلکې ټول افغانان غواړي چې، د خپل هېواد ساتنه وکړي، ما دا دی خپل نوم ثبت کړی دی، خو زه ټولو ځوانانو ته وايم چې، که څوک، خدای مه کړه زموږ هېواد لاندې کړي، سبا مو ناموسونو هم لاندې کوي. نو ځوانان دې کوښښ وکړي، چې خپل هېواد د پرديو لاسو ته نه کړي ور ايله او لکه څرنګه چې قاسم جان شهيد شو، دغسې دې د وطن ټول ځوانان قرباني ورکړي. "
د زابل د سولې د شورا مشر محمد داوود ګلزار، چې د پروني لاريون مشري يې پر غاړه وه، وايي چې، يو پخواني جهادي قومندان په لاريون کې له ځوانانو څخه د نوم ليکنې غوښتنه وکړه، بيا نو ځوانانو ته خدای ورکړه، او څوک يې د ټينګي نه وو.
دی وايي، ځوانان په يوه خوا هم نه ايسارېدل، اخير مجبور شوو، چې د دوی احساساتو ته د درناوي په موخه مو دوه تنه د ځوانانو د نوم ليکلو لپاره وټاکو.
"يو جهادي قومندان په لاريون کې غږ وکړ، چې ځوانان دې له پاکستان سره د جګړې لپاره نومونه وليکلي، بس هغه وو، چې څنګه لاريون پای ته ورسېده، نو ځوانان د نوم ليکنې په دفتر پسې ګرځېدل، موږ چې هر څه ورته وويل، نه يې منله، اخير بيا مجبور شوو، چې دوه تنه ور معرفي کړو، چې د دوی نومونه وليکلي، د دوی احساسات دومره را پارېدلي چې بيا وروسته په ما پسې کور ته هم راغلل. "
څو شپې وړاندې د ننګرهار په ګوشته ولسوالۍ کې د پاکستان سرحدي پوليسو پر افغان سرتېرو يرغل وکړ، چې وروسته بيا د يو افغان ځوان په وژل کېدو او د دريو نورو په ټپي کېدو سره نه يوازې پاکستاني پوليس په شا وتمبول شول بلکې مړه او ټپيان هم شول او هغه دروازه هم له بېخه ونړول شوه، چې له څه مودې راهيسې يې، پاکستانيان تر ډېورنډ کرښې دې خوا ته په جوړولو اخته وو.
تر دغې جګړې وروسته د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې ځوانانو د خپلو سرتېرو او دولت په ملاتړ او د پاکستان پر ضد مظاهرو ته مخه کړې ده، چې لا تر اوسه روانې دي.
XS
SM
MD
LG