د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل و اسلام اباد مسلې ډیپلوماټیک حل غواړي، مسلمیار


جلال اباد - د ګل یا دوشنبې پر سهار شا وخوا اته نيمې بجې چې د ننګرهار په ګوشته کې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملېشې تر منځ د نښتې په غبرګون په یوې خبري غونډه کې د افغانستان د مشرانو جرګې مشر فضل هادی مسلميار پر افغان دولت او پاکستان غږ وکړ چې په سرحد راولاړه شوې مسله دې د خبرو اترو په ذریعه هواره کړي.


((د افغانستان او پاکستان له دولتونو څخه جدي غوښتنه کوو چې د دې ستونزې د پای ته رسولو په خاطر، چې د افغانستان ملت ته د منلو وړ نه ده، د پای ټکي کېږدي، او ورسره څنګ کې هغه سربازان، افسران او زموږ د مسلحو قواوو اتلان چې په سرحد کې د له خپلې خاورې دفاع کوي، د هغوی په ملاتړ کې خپل حمايت اعلان کړو او د افغانستان په مسلمان ملت بلخصوص د ننګرهار په خلکو غږ وکړو چې د خپلې خاورې د دفاع په خاطر که ضرورت پيښ شو. د مسلحو قواوو د حمايت په خاطر خپل ځانونه اماده کړیء))

فضل هادي مسلميار د دې پوښتنې په ځواب کې چې که چېرې دغه کړکېچ د ډیپلوماټيکو لارو حل نه شي نو غبرګون به يې څه وي، هغه په ځواب کې وويل:

((اول به زموږ غوښتنې مرکزي حکومت له اسلام اباد سره شريکې کړي، دې ته به ضرورت پيدا نه شي چې د دوه مسلمانو ملکونو تر منځ جنګ راشي. او که چېرته دغه ډيپلوماټيک اړيکي چې له کالونو راهيسې روان دي او تر اوسه يې کومه نتيجه نه ده ورکړې، بيا هم بې پايلې پاتې شي، د افغانستان مسلمان او غيرتمند ملت تل د خپلې خاورې د دفاع په خاطر په لکونو ککرۍ قرباني کړي دي. موږ په دغه ساحه کې کوم تاسيسات د افغانستان په خاوره کې جوړ شوي دي، دا موږ ته د منلو وړ نه دي، د ډېورنډ کرښه هم البته موږ ته قابل قبول نه ده. پاکستاني قواوې دې خپلو ساحو ته ولاړې شي او د افغانستان سيمه دې پرېږدي.))

غونډې ته د ننګرهار والي ګل اغا شيرزي په خپلو خبرو کې وويل چې تېره ورځ يې پاکستاني قونصل ته وويلي وو چې په ګوشته کې د ويجاړې شوې دروازې جوړولو کار بند کړي خو بيا يې هم خپلو کارونو ته دوام ورکړی وو چې د جنګ سبب جوړ شو.

(([د یکشنبې پر ورځ] موږ د پاکستان له قونصل سره او دغه رنګه مو د وزارت خارجه له لارې د پاکستان له سفير سره خبرې وکړې چې دغه دروازه دې نه جوړوي. پر خبرداري [سربېره] يې پرون کار ته دوام ورکړی او نن سهار يې بيا کار پيل کړی چې نن سهار مو بيا هم ورته د دروازې د نه جوړيدو خبر ورکړی وو. خو هغوی په ډېرې سپين سترګۍ سره زموږ دا خبرې و نه منلې، نو ځکه جګړه رامنځته شوه. فعلاً جنګ بند شوی او په دې اړه ما سره نن ولسمشر هم خبرې وکړې.))

د افغانستان د ولسي جرګې غړی فريدون مومند چې اوس يې کور او ځمکې د پاکستاني مليشې د پوستو شاته پاتې شوی وايي، که پاکستان له تجاوز ته لاس وانخيست نو د مومند قوم به په يوه غږ راپورته شي او دخپلې خاورې دفاع به وکړي.

(( د پاکستان په حکومت او نظاميانو مو غږ دا دې چې که دغسې لانجو، جګړو او يا هم د افغانستان د خاورې د غصبيدو نه لاس وانه خلي، ولسونه به د خپلو ټولو امکاناتو سره د پاکستان د حکومت خلاف ودريږي. او د خپل ملک او خاورې نه به دفاع کوي، دفاع يې کړې هم ده چې تاريخ په دې باندې ګواه دی چې پخوا مومندو څومره قربانۍ ورکړي، نن يې هم ورکوي او تر دې وروسته به هم قربانۍ ته تيار وي.))

ياده دې وي چې تېرې پنجشنې په شپه هم د ننګرهار په ګوشته کې د افغان ځواکونو او پاکستاني مليشې تر منځه نښته رامنځته شوې وه چې په نتيجه کې يې يو تن سرحدي پوليس وژل شوی و او درې تنه يې ټپيان شوي هم وو.
XS
SM
MD
LG