کابل - افغانستان د پاکستانیو چارواکو هغه څرګندونې رد کړې دي چې ګواکې د ګوشتې ولسوالۍ پر پوله یې تاسیسات د امنیت ټینګښت او نا قانونه تګ راتګ مخنیوي له پاره جوړ کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسا زي د اتوار پر ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د ترهګرو ځالې د ډېورنډ له کرښې سره نه بلکې د پاکستان په منځ کې دي.
هلته پاکستان ویلي، په افغانستان کې سوله غواړي.
د شنبې پر ورځ د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په کابل ارګ ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، په دې وروستیو ورځو کې په ګوشتې ولسوالۍ کې د افغانستان و پاکستان سرتېرو تر منځ نښته وشوه چې په کې د قاسم خان په نوم یو سرتیری ووژل شو.
کرزي د خېوې اوسېدونکي سرتېري قاسم خان (د عزیز سرباز) په نوم یاد کړ او و یې ویل چې د دې پوځي پر قربانۍ ویاړي.
کرزي وویل، د پاکستان له خوا د افغانستان پر خاوره د توپونو مرمۍ ورول او د ترهګرۍ خپرولو ښايي دوه دلیله وي. یو دا چې کېدای شي په دې طریقو د افغانستان د پرمختګ عمل ودرول شي یا ورو کړل شي.
کرزي وویل، دویم دلیل دا دی چې له دې لارې پاکستان غواړي پر افغانستان د ډېورنډ کرښه ومني.
ده وویل، پاکستان د وحشت او ترهې له لارې خپلې دا موخې نه شي تر لاسه کولای ځکه چې افغانستان خپله لار خپله کړې ده او د پرمختګ پر لار روان دی.
خبري غونډې ته د وینا پر وخت افغان ولسمشر حامد کرزي وویل: ((د افغانستان ولس له هغې ورځې چې برتانیې دا کرښه کښلې نه ده منلې. د کرښې دواړو خواو ولسونو دا کرښه نه ده منلې.))
ده وویل، د افغانستان یوه حکومت هم تر اوسه د ډېورنډ کرښه په رسمیت نه ده پېژندلې.
کرزي وویل، د افغانستان هیڅ حکومت به دا کرښه و نه پېژني.
ده وویل، دی له پاکستان سره ملګرتوب غواړي چې دواړه هیوادونه په شریکه پرمختګ وکړي.
ده وویل، له ترهګرۍ هیڅ نه ترلاسه کېږي.
خو پاکستان په بیا بیا ویلي چې د ډېورنډ مسله هواره شوې ده او دا د دواړو هیوادونو تر منځ نړیواله پوله ده.
د ډېورنډ کرښه په ۱۸۹۳ز کال کې برتانیویانو کښلې وه او د افغانستان پښتانه یې وېشلي ول.
په ۱۹۴۷ز کال کې د پاکستان تر جوړېدو وروسته، تر ننه افغانستان دا کرښه په رسمیت نه پېژني.