د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پاکستاني پوځ د تنقید پر ویډیو بندیز لګول شوی دی


سرچینه: نیو یارک ټایمز

امريکايي ورځپاڼه (نيويارک ټايمز) په خپل يوه رپورټ کې ليکي، د بې غيرت برېګېډ په نوم د موسيقۍ د يوې ډلې له خوا دوه اوونۍ وړاندې يوه سندره خپره شوه، چې په کې د پاکستاني پوځ پر جرنېلانو (جنرالانو) نېغ په نېغه نيوکې شوې دي.


ورځپاڼه کاږي، له تېرو ۱۰ ورځو راهيسې پر دغه سندره جوړه شوې ويډيو له هغه انټرنيټي ووبپاڼې څخه په مرموزه توګه غايبه کړل شوې ده چې د ويډيوګانو يو له بل سره د شريکولو له پاره کارول کېږي.

د ورځپاڼې په ليکنه، د پاکستان حکومت پر دې ويډيو د بنديز له پاره کوم رسمي جواز نه دی وړاندې کړی.

ورځپاڼه د موسيقۍ د يادې ډلې د سندرغاړي علي آفتاب سعيد له خولې لیکي: ((ممکن دغه کار د پاکستان د مخابراتو يا ټيلي کميونيکيشن ادارې د دې هېواد د پوځ په وينا کړی وي.))

نوموړي ورځپاڼې ته ويلي: ((زموږ سندره د پاکستان د پوځ خلاف نه ده. موږ يوازې څو تنه جرنېلان، چې جنرال پروېز مشرف هم په کې شامل دی، چې کودتاوې يې کړې دي او حساب کتاب ورسره نه دی شوی، ياد کړي دي.))

ورځپاڼه په خپل رپورټ کې وړاندي ليکي، تېره مياشت په پاکستان کې د کيپيټل ټي وي په نوم د يوې خبري شبکې خپرونې هغه وخت وتړل شوې چې په کې په پاکستاني پوځ پسې توندې تېزې خبرې وشوې.
که له پاکستانه بهر یاست نو ویډیو دلته وګورئ. انګلیسي ژباړه هم له ویډیو سره شته.

Dhinak Dhinak by Beygairat Brigade | Official Video from Farhan Adeel on Vimeo.


ورځپاڼې د پاکستان د مخابراتي ادارې د يوه چارواکي خرم مهران خبره هم راخيستې چې ويلي يې دي: ((زه هېڅ نه يم خبر چې موږ ته دې پر دغه ويډيو د بنديز له پاره ويل شوي وي.))

ورځپاڼه د کلتوري چارو د يوه څېړونکي او ليکوال نديم فاروق پراچه په حواله وايي، د پآکستان په تاريخ کې داسې يوه سندره مخکې نه ده جوړه شوې.

نوموړی زیاتوي،، په سندرو کې پر پاکستاني سياستوالو ملنډې کېږي، خو پوځ ته بيا ((د مقدسې غوا)) په سترګه کتل کېږي.

ورځپاڼه کاږي، څو کالونه کېږي چې د پاکستان پر پوځ ولسي فشارونه زيات شوي دي او د هېواد په ځېنو شخصي خبري ادارو کې پوځ تر نيوکو لاندې راځي.

ورځپاڼې د پخواني پوځي واکمن پرويز مشرف مثال راوړی دی او وايي، نوموړی په يو شمېر مقدمو کې عدالت ته مخامخ شوی، چې ممکن د بند او يا هم د مرګ سزا ورته واورول شي.

د بې غيرت برېګېډ سندرغاړي علي سعيد نيو يارک ټايمز ته زیاته کړی: ((د سندرې په ترځ کې موږ هڅه وکړه چې د خپل کار له پاره ځان ته يو څه ځای پيدا کړو او له تېري کولو ډډه وکړو.))
XS
SM
MD
LG