د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زابل کې شپږ وسله وال وژل شوي دي



کابل - د زابل د امنيه قومندانۍ مسوولين وايي، چې د دغه ولايت په دوو ولسواليو کې د عملياتو پر مهال شپږ تنه طالبان وژل شوي او لس نور نيول شوي دي، دوی وايي، په دې سربېره د عملياتو پر مهال نهه سوه کيلو ګرامه چوونکي توکي هم د دوی لاس ته ورغلي دي.



دغه عمليات د زابل په شاه جوی او شهر صفا ولسواليو کې ملي پوليسو او ملي اردو کړي دي، چې په پايله کې يې شپږ تنه وسله وال طالبان وژلي او لس نور يې ژوندي نيولي دي.
چارواکي وايي، په دغو عملياتو کې يې تر ۹۰۰ کيلو ګرامه زيات چوونکي مواد، سپکې او درنې وسلې او د وسله والو، موټر سايکلونه هم نيولي دي.

د زابل امنيه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېونی وايي، چې په دغو دوو ولسواليو کې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې د وسله والو د وژلو او نيولو په موخه عمليات روان دي.

دی وايي، تر اوسه په دغو عملياتو کې يو پوليس هم وژل شوی دی.

((په شاه جوی او شهر صفا ولسواليو کې په دوو بېلابېلو عملياتو کې موږ دوه ميله پيکا، نهه سوه کيلو ګرامه مواد منفجره، څلور ميله راکټونه، څلور ميله کلاشنکوفونه او اته موټر سايکلونه نیولي دي، وروسته پوليسو پنځه موټر سايکلونه سوځولي دي. په دې سربېره ملي پوليس شپږ او ملي اردو څلور طالبان ژوندي نيولي دي، او په دواړو يې شپږ تنه نور طالبان وژلي دي.))

چارواکي وايي، نيول شويو وسله والو منلې ده، چې په شهر صفا او شاه جوی ولسواليو کې يې پر بهرنيو او کورنيو سرتېرو بريدونه کول او د سړک پر غاړو به يې ماينونه هم ښخول.

تر اوسه پورې طالب وسله والو په دې اړه څه نه دي ويل.

وړمه ورځ هم د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال سلګونه کيلو ګرامه چوونکي توکي، وسلې او د ۲۰ په شاو خوا کې ماينونه د سرتېرو لاس ته ورغلي وو، خو څوک يې د کارولو په تور نه ول نيول شوي.
XS
SM
MD
LG