د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ ترهګرۍ پر ضد ولس یو ځای کول غواړي


سرچینه: ډان ورځپاڼه


د پاکستان ډان ورځپاڼه لیکي، د شهیدانو د ورځې د لمانځلو په غونډه کې د هغه ټولو وژلو شوو کسانو کورنیو ګډون وکړ، چې د ترهګرۍ خلاف جنګ کې یی خپل ژوندونه بایللي دي. او پوځ اوس غواړي، د وسله والو طالبانو خلاف ټول قام یو ځای کړي.


ډان ورځپاڼه لیکې، د اپریل په ۳۰مه نیټه د شهیدانو د ورځي له لمانځلو داسې څرګندېږي، چې د پاکستان پوځ وسله وال طالبان اوس خپل یو ښکاره دښمن ګڼي.

په دغه غونډه کې د هغه ټولو پوځیانو ، پولیسو، ژرنالسټانو او سیاستوالو کورنیو په پنډۍ کې د پوځ په هیډ کواټر کې ګډون وکړ.

په دغه وخت دوه لوی سکرینونه لګیدلې وو، چې پرې د لویو ګیرو وسله وال ښودل کیدل، مخونه یي په پټکو کې پټ کړې وو، او بیا د هغه ټولو وژل شوو کسانو کیصې ښودل کیدې چې د طالبانو سره په روان جنګ کې یي خپل ژوند د لاسه ورکړی وو. د یو ماشوم کیصه پکې وښودل شوه، چې څنګ هغه تعلیم حاصل کړ، بیا پوځي جوړ شو، بیا هغه واده وکړ، بچې یی وشول، او وروستو بیا د طالبانو لخوا د پوځ په یوه قافله په برید کې ووژل شو.

له دغې وروستو به د دغه پوځي مور ، پلار او یا وروڼه خویاندې سټیج ته راتلل، او باقې کیسه یې وکړه.

په دغو کې یوه بلوڅ ښځه هم شامله وه، د هغې ځوی په بلوچستان کې د ترهګرو خلاف په جګړه کې وژل شوی وو، چې کله سټیج ته راغله او خبرې یی شورو کړې ، نو حالت یي سخت خراب شو، او اوښکې یي نه ودریدې، چې ټولو خلکو د هغې سره وژړل، او په دغه حالت کې هم هغې د پاکستان زنده باد چغه ووهله. د پولیسو یو سپریټنډنټ سید کالام خان پر دې ووژل شو، چې د وسله والو لخوا د دړکو ورکولو باوجود یی خپل کار کاو، خبریال نصرالله خان اپریدی یي هم طالبانو په دې وواژه، چې د هغوې په کارونو به یی په میډیا کې تنقید کاو.

ډان لیکې بشیر بلور ځکه طالبانو وواژه چې غوښتل یی د طالبانو خلاف ټول سیاسي قوتونه یو ځای کړي.

د خبریال نصرالله اپریدي لور خبرې نشوې کولې، نو په اشارو یي د خپل پلار په اړه حال و وایه.

په دغه دستوره کې د پوځ مشر اشفاق پرویز کیاني وویل، یو موټی وسله وال غواړي د خپلې خوښې نظام په مونږ په زور وتپې او د دغې لپاره هر قسمه تشدد او وینه تویول روا ګڼي ، نو ایا تاسو اوس هم دا وایی چې دا د بل چا جنګ دی.؟

ډان لیکې په دغه دستوره کې بشیر بلور ته عقیدت وړاندې کول او داشان خبریالانو او امنتي ځواکونو غړي، د وژل شوو هیروز په لسټ کې اچول دا څرګندوي، چې د پاکستان پوځ اوس د ترهګرۍ د ختمولو او د طالبانو خلاف ټول قام یو ځای کول غواړي.
XS
SM
MD
LG