د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګوشتې کړکېچ: د ولسي جرګې پلاوی جلال اباد کې


افغانانو په تېرو ورځو کې د پاکستان پر ضد مظاهرې هم کړې دي
افغانانو په تېرو ورځو کې د پاکستان پر ضد مظاهرې هم کړې دي


جلال اباد - د افغانستان د ولسي جرګې د امنيتي کميسيون يو پلاوی ( وفد) ننګرهار ته په دې غرض راغلي چې د دغه ولايت په سرحدی ولسوالۍ ګوشته کې د پاکستان د تاسيساتو او پر سر يې د راولاړ شوي کړکيچ څيړنه وکړي.


دغه وفد تيره ورځ سيمې ته ورغلی و او د حالاتو جاج يې له نيږدې څخه اخيستې دی.

د دغه امنيتي کميسيون مشري لالی حميد زی کوي، چې د ننګرهار د ولايتي ادارې له يو شمير چارواکو سره يو ځای په ګوشته کې د پاکستان تعميراتي کارونه له نيږدې څخه ليدلي وو، د جمعې په ورځ په حلال اباد کې خبريالانو ته وويل:

((په ګوشته کې چې د پاکستانيانو کومه دروازه جوړه شوې ده، ځکه ضد او نقيص راپورونه ولسي جرګې ته راتلل، ولسي جرګې بيا هييت (پلاوی) وټاکه. سیمه یې له نېږدې ولیدله. د افغانستان د څلورم کنډک ساحه ۸۵ کيلو ميتر له پاکستان سره پرته ده چې ۴۵ کيلو ميتره پاکستان د افغانستان خاورې ته راننوتی دی. موږ چې ورغلو تر دې څخه يوه شپه د مخه د سرحدي پوليسو او پاکستاني مليشې تر منځ نښته شوې وه چې د دروازې يوه پله په کې ماته شوې وه. د حمل د اومې نيټې څخه د دروازې کار شروع شوې و. تر شاه يې نور تاسيسات هم جوړيدل او اوس هم په نورو تاسيساتو ها خواته کارونه روان وو.))


لالی حميد زی وايي: د ولايت مقام او اړوند ادارو څخه يې د اسنادو او شواهد راټول کړي چې په ولسي جرګه کې به له بحث وروسته ولسمشر او کابينې ته وړاندې کيږي.


(( ولايت مقام راته هغه اسنادونه راکړي چې د دروازې د جوړيدو په اړه يې مرکز ته راپور ورکړی، له سرحدي ځواکونو، ملي امنيت او د خارجه وزارت نماينده ته مې خبر ورکړی چې هغه اسناد چې ته لرې له موږ سره يې شريک کړی.
څه حقايق چې موږ اوريدلي او ليدلي موږ به يې تر پارلمانه او تر هغې وروسته د ريس جمهور او تر کابينې پورې رسوو.))

نوموړی وايي که افغان دولت د پاکستان د تيري په وړاندې مثبت ګام پورته نه کړي، دوی به په ولس غږ کوي چې د خپلې خاورې د دفاع په خاطر راولاړ شي.

(( پر ريس جمهور او کابينه باندې موږ دا غږ کوو چې دغه حرکات چې د پاکستان له خوا د هرې ورځې په تيريدو مخ په زياتيدو دي، د بين المللي دوستانو سره په مشوره دغه حرکاتو ته د پاي ټکی کيږدي. که چيرې حکومت زموږ دې خبرو ته مثبت ځواب ونه وايي موږ به په خپلو ولسونو باندې غږ وکړو او د دغو حرکاتو په مقابل کې به خپله ودريږو.))


لالی حميدزی زياتوي: پښتانه د يوه سازش ښکار شوي چې بهرني ځواکونه، پاکستان او په افغان دولت کې لوړ پوړي چارواکي په کې لاس لري.

(( پښتنو ته توطيه جوړه ده، دسيسه ورته جوړه ده. په دسيسه کې خارجي جواکونه، پاکستان، انګريزان او زموږ په دولت کې ځيني چارواکي دي، غواړي چې د ډيورنډ د کرښې دواړو غاړو ته پښتانه د طالب او القاعده په نامه وځپي.
تر اټکه پورې دا ټول افغانان دي، پښتانه دي. په شمالي وزيرستان کې هم پښتاته وژل کيږي او په جلال اباد او مشرقي کې هم پښتانه وژل کيږي.))

ياده دې وي چې د تيرو دوه هفتو راهيسې په ننګرهار کې په ياده موضوع د پارلمان يو شمير وکيلانو په ملاتړ په جلال اباد ښار کې مسلسل لاريونونه هم تر سره شوي وو چې لاريون کوونکو د پاکستان د تاسيساتو ته د زمينې برابرولو پړه د ننګرهار په والي ګل اغا شيرزي اچوله.

د ولسي جرګې امنيتي کميسيون وايي چې ټول شواهد يې له اسنادو سره راټول کړي، که په دغه موضوع کې هر چا غفلت کړی وي، ولس ته به ځواب وايي.
XS
SM
MD
LG