د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان و پاکستان له پاره د امریکا نوی استازی


د امريکا ولسمشر بارک اوباما يو تجربه کاره ډيپلوماټ جيمز دابِنس د افغانستان او پاکستان له پاره د خپل ځانګړي استازي په توګه معرفي کړی.


د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند پيټرېک وينټرېل په دې اړه په واشنګټن کې خبريالانو ته معلومات ورکړل:

((د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کیري په يوه اعلاميه کې وايي چې د افغانستان او پاکستان ولسمشرانو ته يې د ټليفون د لاری ويلي دي چې جيمز ډوبنس ومنله څو د دغو هېوادونو له پاره د امريکا د ځانګړي استازي په توګه خدمت وکړي.دى د سيمې په اړه ژور او اوږد مهاله معلومات لري، د امريکا د بهرنيو چارو وزير يې مننه کړی چې دا څوکۍ يې ومنله.))

دابنس تر دې مخکې د اروپا په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير وو.

ده په اروپايي ټولنه کې د امريکا د سفير په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG