د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لوګر ولس د وسله والو ملاتړ نه کوي، ارسلا جمال



پل عالم - د لوګر ولایت چارواکي وايي، په دې ولایت کې په اساسي ډول د خلکو په ټولنیز او اقتصادي ژوندانه کې نه بدلون، د سړکونو نه رغاونه او خامه پاتې کېدل، د لوګر حساس جغرافیايي موقعیت (چې د کابل دروازه ورته ویل کېږي) او د لوګر د یو شمېر لریو ولسوالیو له خلکو سره له نېږدې د اړیکو نه پالنه د دې لامل شوي چې په لوګر کې د نا امنۍ پېښې زیاتې شي.


د لوګر والي ارسلا جمال له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، وسله وال مخالفین د خامه سړکونو په منځ او یا څنډو کې ماینونه ځای پر ځای کوي. له دې سره د امنیتي پېښو ګراف لوړېږي، که نه په خلکو کې د وسله والو مخالفینو د ملاتړ ګراف ډېر ټیټ دی:

((دا نا امنۍ مختلف [لاملونه] لري. یو علت يې دا دی دا چې لوګر کابل ته نېږدې دی. د مخالفینو فوکس او توجه هم پر میدان وردګو او لوګر زیاته ده. بله مسله دا هم ده چې په لوګر کې یو زیات شمېر سړکونه خامه دي، بعضې منطقې لکه د خروار ولسوالي یا له ازرې ولسوالۍ سره له همدې کبله رابطه ډېره کمه ده. مخالفین کولای شي د خامه سړکونو تر غاړو ماینونه کېږدي. زموږ ملي اردو، ملي پولیسو یا عامو خلکو ته تاوان ورسوي. دا ډول پېښې د لوګر د نا امنیو ګراف لوړ بیايي. که په مجموع کې ووایم د لوګر په کلیو او خلکو کې د مخالفینو د نفوذ ګراف ډېر ټیټ دی، خو د واقعاتو ګراف له دې کبله لوړ دی چې سړکونه خام دي او بل د سولې د راوستلو له پاره هم موږ کوښښ کوو ځکه امن د حکومتدارۍ له پاره ډېر مهم دی.))

لوګر والي ارسلا جمال وايي، هغه مهال خلک د خپلو سیمو او کلیو د امن په ساتنه کې ونډه اخلي چې له کوره بهر د مخکینیو ۱۰ کالونو پرتله په کلي او سیمه کې د بیارغاونې په برخه کې عملاً بدلون وویني:

((زه مرکزي حکومت او بین المللي دوستانو ته وایم چې د خلکو په ژوند کې باید تغیر راشي. یو [کس] چې له کوره را ووځي باید د ۱۰ کاله مخکې او ننني افغانستان توپیر وویني [چې] د افغانستان د دفاع انګېزه يې پیاوړي شي. دوی باید پوه شي چې زما د کلي د ۱۰ کاله پخوا [پرتله] تغیر خوړلی او زه باید [د دې کلي] دفاع وکړم. د خلکو په ټولنیز ژوندانه او حالت کې هم باید تغیر راشي. دا حالت که د تعلیم په سطح دی، که د صحت په اړه دی، سړک دی، برق دی او که داسې نورې د ژوندانه اسانتیاوې دي، د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون امن راولي.))

ارسلا جمال د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د کوز شوي هیلي کاپټر د مسلې او د سپرلۍ د برخلیک په اړه وویل، هغه مسله اوس د ترکیې حکومت او په خپله کابل کې د افغان حکومت چارواکو په لاس کې اخیستي او د دوی د مالوماتو له مخې یرغمال شوي کسان له لوګره ایستل شوي دي:

((هغه مسله په اولو ورځو کې په موږ پورې مربوطه وه. موږ د هغې په اړه کابل ته او نورو علاقمندانو ته او مطبوعاتو ته کافي مالومات ورکړي دي. [تر هغې وروسته]داسې مالومېږي چې دا کسان دلته نه شته؛ له دې ځای څخه ګاونډیو ولایتونو ته انتقال شویدي او یا کوم بل ځای ته. همدارنګه دا چې دا مسله د ترکانو له پاره او د ترکیې د حکومت له پاره ډېره مهمه وه، نو اوس مرکزي حکومت کابل او په خپله د ترکیې حکومت په لاس کې اخیستې ده. نور له موږه سره په دې [اړه] نه چا رابطه نیولې ده او نه موږ په دې کې څه [پرمختګ] کړیدی.))

لوګر له پلازمېنې کابل سره لګېدلی ولایت دی چې په وروستیو کالونو کې په کې د نا امنیو پېښې زیاتې شوې دي.
XS
SM
MD
LG