د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوناما: رسنیو په افغانستان کې پر مختګ کړی



تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مشن د یونامه لخوا په جاري شوې خبر پاڼه کې ویل شوي دي چې دغه اداره د رسنیو د ازادۍو نړیوالې ورځې په مناسب د هېواد په ټولو سیاسي ډلو غږ کوی چې د رسنیو او د اظهار د ازادي په لړ کې ورسره یو ځای شي.

د یوناما په خبره دا په تېره لسیزه کې په افغانستان کې د تر ټولو لویو لاس ته راوړنو څخه یوه ده.

خبر پاڼه وايي چې په داسې حال کې چې روان کال د 2014م د صدارتي انتخاباتو لپاره افغانستان تیاري کوي، د رسنیو ازادي، د خبریالانو امنیت معلوماتو ته د لاس رسي او د اظهار حق به هغه څه وي چې شفافه مشرتابه په انتقال کې به مهم رول و لوبوي.

په خبر پاڼه کې ویل شوي دي چې که څه هم افغانستان په میډیا کې د ستاینې وړ پرمختګ کړې دی، خو بیا هم افغان خبریالان د ګواښونو او ګرفتارۍ سره مخامخ دي چې له امله یې کار متاثره کیږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سکټري جنرل خاص استازی یان کوبیش د میډیا آزادي په شفافه ډول د واک د انتقال لپاره مهمه بللې.
XS
SM
MD
LG