د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بېنظیر قتل کېس د پلټنې سرکاري وکیل ووژل شو


سرکاري وکیل چودري ذوالفقار
سرکاري وکیل چودري ذوالفقار

رابعه اکرم

د بېنظير قتل کيس کې د تحقیقاتي ادارې ايف ای اې سرکاري وکیل چودري ذوالفقار نن د جمعې پر ورځ نا مالومه وسله والو په ډزو وژلی دی او د هغه یو ساتونکی يې ټپي کړی دی. په سیمه کې پولیس وايي، یوه لاروۍ ښځه هم په پېښه کې وژل شوې ده.


د پاکستان سرکاري ټي وي په خپل یوه خبر کې وویل، چې چودري ذوالفقار د تره ګرۍ ضد عدالت ته روان وو چې د اسلام اباد په جي ناین سېکټر کې وسله والو ډزې پرې وکړې او پمز هسپتال ته تر رسيدو مخکې يې ساه ورکړه.

د سرکاري ټي وي د راپور له مخې چې پاکستان د کورنیو چارو وزير د دې پيښې نوټس اخيستی دی او ای جي اسلام اباد ته يې د پېښې د تحقيقاتو د کولو حکم ورکړی دی.
چودري ذوالفقار په 2007م کې د پاکستان وزیراعظمې بینظیر بهټو د وژنې تحقیق کولو.

د اسلام اباد مارګله پوليس سټيشن ايس ايچ او ارشاد ابړو مشال راډيو ته د دې پيښې په باب وويل:

له هغه سره يو څو مهم کيسونه ول، دی د معمول مطابق پنډۍ عدالت ته روان وو. له جي نائن سېکټر مرکز ډاکخانه سره تيريدو چې خواوشا درې تنه وسله والو پرې ډزې وکړې . په برید کې وکیل ووزل شوو د هغه ساتونکی ژوبل شو او یوه لاروۍ ښځه د هغه ګاډي ووهله او هغه هم مړه شوې ده"

د اسلام اباد د پمز هسپتال وياند ډاکټر وسيم خواجه مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل، چې چودري ذوالفقار روغتون ته تر رسېدو وړاندې ساه ورکړېده. پر هغه بدن لکه سینه او خیټه ډېرې ګولۍ لګېدلې وې.

د چوهدري ذوالفقار ملګري چوهدري اظهر له مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل، چې نوموړي د بېنظير بوټو قتل کيس، حج رسوايي (سکېنډل) کيس او د ممبې حملو کيس غوندې دوسیو د پلټنو لپاره سرکاري وکيل وو.

"ذوالفقار صيب او زه بې نظير بوټو قتل کيس کې ځانګړي پلټونکي (سپيشل پراسيکيوټرز) يو، پروېز مشرف خلاف هم موږ عدالت کې وړاندې کېدو او له دې علاوه موږ حج سکيندل کيس کې هم وړاندې کيږو او دغه رنګ ممبې کيس لپاره موږ دواړه ممبې ته هم تللې وو، خو د بېنظير بوټو په مقدمه کې موږ ته پرله پسې دړکې راکول کېدې"

د قانوني چارو کار پوه بيرسټر باچا وايي، چې دا وخت له هغه سره د بېنظير بوټو د قتل کيس وو خو تر اوسه په کې څه پرمختګ نه وو شوی.

دی زياتوي:

هر څه چې دي خو په دې کيس کې داسي خلک ملوث دي چې هغوي دا کيس سر ته رسولو يا د دې حل راوستو، يا په عدالتي ذريعه يا د پوليس په ذريعه د دې جرړې ته تر رسيدو پورې هغه خلک په دې کې دلچسپي لري چې دا څيز سر ته ونه رسي. نو دا سرکاري وکيل کيداى شي چې هغه په دې کيس کې نزدې شوې وي يا چا ته رسيدلی وي او هغه خلکو ته مالومه شوې وي چې د دوی نوم په کې راغلی دی يا د دوی خلاف چې کوم دې شهادت پوليس ته په لاس ورځي او دا سرکاري وکيل چې کوم دې دا شهادت به د وی خلاف عدالت ته وړاندې کړي ، نو دا هم کيداى شي چې هغه کسانو دا سړی له مخې هیسته کړی وي او هغه سره يې هغه شهادت هم ختم کړی وي"

د پاکستان صدر اصف علي زرداري د دې پيښې غندنه کړې ده او ويلې دي چې په پيښه کې ککړ خلکو خلاف دې کاروايې وکړل شي.
XS
SM
MD
LG