د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر سرحدونو د افغان ځواکونو ولوله لوړه ده


د افغانستان دفاع وزارت لوی درستیز ستر جنرال شیرمحمد کریمي
د افغانستان دفاع وزارت لوی درستیز ستر جنرال شیرمحمد کریمي

نجیب الله الوخیل

د افغانستان د حکومت یو شمیر امنیتي چارواکي وايي ،چې د امنیتي ارګانونو اوسني حالت او د سرتیرو او منسوبینو روحیې ته په کتو باور لري، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته هم افغان ځواکونه د دې وړتیا لري،چې په مستقلانه توګه د خپل نظام ساتنه وکړي.


د افغانستان دفاع وزارت لوی درستیز ستر جنرال شیرمحمد کریمي، د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال عبدالرحمان رحمان او یو شمیر نورو امنیتي چارواکیو چې دچارشنبې ورځې ناوخته يې د پکتیکا ولایت دشکین په سرحدي ولسوالۍ کې دافغان امنیتي او سرحدي ځواکونو له سرتیرو او په هغه سیمه کې امنیتي تدابیر له نږدې ولیدل، دملي دفاع وزارت لوی درستیز وویل ،چې په سرحدونو کې دامنیتي منسوبینو روحیه لوړه ده او دوی به دسرحدونو اکمال اودسرتیرو دغوښتنو تر سره کیدو ته جدي پاملرنه وکړي:

((دیوې خاصې وظیفې په درلودلو سره موږ نن دپکتیکا ولایت یوې لوړې او لیرې پرتې سیمې ته چې دشکین سیمه ده هلته تللي وو ،هلته مو قطعات دملي امنیت منسوبان ولیدل او سرحدي قوتونه مو ولیدل چې ډیر لوړ ملي ولوله او مورال يې درلوده او په ډیره لوړه روحیه دوی دې ته چمتو دي چې خپله وطني دنده او وظایف په ښه توګه ترسره کړي زموږ دسفر هدف دا وو ،چې د دوی وضع او نور مشکلات ووینو ،نیمګړتیاوې يې وګورو چې البته په هغې ارتباط موږ خپل یاداشتونه اخیستي ،ددوی دمشکلاتو دحل لپاره موږ وظیفه اخیستي او هغه به موږ وزیر صیب دفاع ،وزیر صیب داخله او رئیس صیب امنیت ته ګزارش ورکوو او ددوی دهدایاتو سره به ددوی دمشکلاتو دحل لپاره خپل اجراات کوو،په مجموع کې وضع هلته ښه ده او څه منسوبان چې هلته موجود دي واقعاً په ډیره ملي روحیه او دوطن دوستۍ په روحیه خپل وظایف اجراء کوي .))

د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال ستر پاسوال عبدالرحمن رحمان د ډېورند کرښې ها خوا د تروریستي ډلو پټنځايونو ته په اشارې سره وويل چې مخالفین به چیرې هم خپلو موخو ته ونه رسیږي، هغه له ۲۰۱۴ کال وروسته د ناامنیو او ستونزو اوازې ناسمې وبللې او ويې ویل، چې په کلکه به د ورانکارو فعالیتونو مخه ونیسي :

((موږ له دې وضعې ډیر راضي یو دخپلو ځوانانو حالت مو چې ولیده موږ ته دا ډاډ او اطمینان حاصل شو چې په هغه سیمه کې به دښمن هغه څه چې په پلان کې لري او یا يې په خیال کې ګرځوي کامیابه نه شي. زه به یوه جمله کې درته وایم د ملي قوتونو د پرسونل یو څاڅکی وینه هم چې په بدن کې وي د دې خاورې، وطن، اسلام ،خلکو او د دې نظام په دفاع کې به وي او پریبنږدي هغه څه چې د دښمن له خوا تبلیغیږي او د دښمن له ستوني دا اواز راپورته کیږي چې له ۲۰۱۴وروسته به وضعه څرنګه وي، زه مطمین یم چې انشاالله د دغو ځوانانو او قوتونو په ملي روحیه به او د دوی په توانمندۍ به وضع بهتریږي او ښه کیږي به او دا ارمان به دښمنان انشاالله له ځانونو سره ګورته وړي .))

پکتیکا والي محب الله صمیم هم په خپلو خبرو کې وویل، چې په سرحدونو کې دشته ستونزو او نیمګړتیاوو د حل او په سرحدونو کې يې دافغان قوتونو دحمایې لپاره په یو شمیر طرحو او لارو چارو خبرې کړي دي.

دیادونې وړ ده په همدې شپه دننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د پاکستاني او افغان ځواکونو تر منځ تر یوې اوږدې نښتې وروسته د پاکستان دپوځ له لوري جوړه شوې دروازه ويجاړه شوه او په هغه نښته کې افغان او پاکستانیو سرتیرو ته مرګ ژوبله واوښته .
XS
SM
MD
LG