د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوز و بره دیر او چترال کې سخته انتخابي سیالي


خالد خان

د خیبر پښتونخوا په کوز او بره دیر ضلعو کې د قامي اسمبلۍ دوو او صوبايي اسمبلۍ اوو۷ چوکو لپاره د پاکستان پیپلز پارټۍ او جماعت اسلامي ترمینځه مقابله وی خو د ځايي خلکو او سیاسي شنونکو په وینا په راتلونکو ټاکنو کې دا ځل عوامي نېشنل پارټۍ او پاکستان تحریک انصاف امیدواران هم زیاتې رایې حاصلولی شي .


په دوه زره اتم کال ټاکنو کې یې جماعت اسلامي د انتخاباتو نه بائیکاټ کړی وو او د کوز دیر او بر دیر دواړه قامي اسمبلۍ سیټونه د پیپلز پارټۍ نجم الدین خان او ملک عظمت ګټلي ول.
دغه شان دبره دیر په دوه صوبايي اسمبلۍ چوکو پاکستان پیپلز پارټۍ او یو آزاد امیدوار ملک حیات بریالی شوی وو.

د کوز دیر څلور صوبايي اسمبلۍ چوکو کې درې پاکستان پیپلز پارټۍ او یو عوامي نېشنل پارټۍ حاجی هدایت الله خان ګټلی وو.

د یولسم مې انتخاباتو کې یې پخوانی وفاقی وزیر او د پیپلز ګوند کاندید نجم الدین خان به د جماعت اسلامي صاحبزاده طارق الله سره په این اې ۳۳ م مخامخېږی، چرته چې عوامي نېشنل پارټۍ، جمعیت علماءاسلام، مسلم لیګ نواز ، تحریک انصاف قامي وطن پارټۍ هم خپل امیدواران درولي دي.

په دیر ضلع کې د صاجزاد ګانو کورنۍ په ځايي سیاست کې ډیر اثر لري او تل یې د جماعت اسلامي ملګرتیا کړې ده خو بیا دا ځل صاجزاده ثناالله د پاکستان پیپلز پارټۍ د صوبايي اسمبلۍ امیدوار دی.

دغه شان د کوز دیر صوبايي اسمبلۍ، حلقه پنځه نوي ۹۵ باندې د جماعت اسلامي مرکزي نائب امیر سراج الحق او د عوامي نېشنل پارټۍ امیدوار پخوانی صوبايي وزیر حاجی هدایت الله خان په مینځ سخت مقابله کیدونکې ده.

دغه چوکۍ تیرو ټاکنو کې د عوامي نېشنل پارټۍ امیدوار ګټلې وه.

دغه شان د کوز دیر یوه بله د صوبايي اسمبلۍ چوکۍ د قامي وطن پارټۍ صوبایي ستر سیکرېټري بخت بیدار خان او د جمعیت علماء اسلام امیدوار او پخوانی سینټر مولانا ګل نصیب خان مقابله به هم ډیره خونده وره وي.

خو بیا ځايي خلک وايي، چې تیر حکومت د دیر او چکدرې په مینځ کې لوئی سړک جوړ نه کړو او نه یې نورې وعدې پوره کړې. نو ښايي په دې وجه خلک له تېرو واکمن ګوندونو نه خپه وي.
د خیبر پښتونخوا لرې پرته او غریزه دیر ضلعو په باب دغه یو حقیقت هم څرګند دی چې په ټاکنو کې یې زنانه ووټ اچولو ته نه دی پریښودل شوی او راتلونکو ټاکنو کې به زنانه د ووټ په باب مقامي سیاسي ګوندونه او د هغوی کاندیدان غلي دي.
دغه شان د چترال یو قامي اسمبلۍ این اې دوه دیرشم ۳۲ او دوه صوبايي اسمبلۍ چوکو د پاره عوامي نېشنل پارټۍ په وړمبی ځل خپل امیدواران درولی دی.

د چترال د قامي اسمبلۍ سیټ له پاره د پاکستان پخوانی صدر جنرل ریټائرډ مشرف هم کاغذونه جمع کړي وو . خو پېښور های کورټ نه صرف د هغه کاغذونه مسترد کړل بلکې پر هغه یې د ټول ژوند له پاره په سیاست کې د برخې اخیستو بندیز ولګاوه.
له چتراله د پروېز مشرف پارټۍ له اړخه قامي اسمبلۍ له پاره شهزاده افتخار الدین او صوبايي چوکو له پاره غلام محمد او شهزاده خالد پرویز ولاړ دي . چترال ته سورنګ جوړولو وروستو پرویز مشرف او د هغه ګوند د چترال په حلقو کې مقبولیت لري.
XS
SM
MD
LG