د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سربجیت سنګـ مړی هند ته وسپارل شو


مجیب الرحمان انګار

هغه هندي وګړی، چې په پاکستان کې د ورانکارۍ په تور نیول شوی او د مرګ سزا ورته اورول شوې وه، بیګاشپه د لاهور په یوه روغتون کې ساه ورکړه.


سربجیت سنګـ پر ۱۹۹۰م میلادي کال هند ته د اوښتو پر مهال د پاکستان سرحدي ځواکونونیولی وو.

پر نوموړي تور دی چې پر ۱۹۹۰ میلادي کال يې په پنجاب کې دوه بمي چاودنې کړې او بېګناه خلک يې وژلي.

نوموړی تیره جمعه دلاهور په یوه زندان کې د دوو پاکستاني زندانیانو له خوا سخت ووهل شو او په بېهوشه حالت کې روغتون ته ولیږدول شو.

د زندانونو یوه مشر فاروق نظیر رسنیو ته ویلي، چې دوو تنو بندیانو د تیرې جمعې پر ورځ په کوټ لکپت زندان کې پر سربجیت باندې د خښتو او خنجرو حمله کړې او هغه يې پر سر، ژامو او سینه وهلی و.

وړمه ورځ د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت وویل، چې پر سربجیت سنګ تر حملې وروسته یې د هغه د درملنې لپاره عاجل اقدامات کړي؛ په پاکستان کې یې د هند د سفارت کارکونکو ته له هغه سره د لیدو اجازه ورکړې او د هغه کورنی غړي کولای شي، چې په روغتون کې ورسره پاتې شي.

دیکشنبې پر ورځ د هغه دکورنۍ ځينې غړي، چې خور، میرمن او لوڼې يې پکې شاملې وې لاهور ته ورغلې او په روغتون کې يې دبې هوشه سربیجت وضعیت معلوم کړ.

ځينې رسنیو د ډاکترانو له قوله ویلي، چې دسربجیت سنګهـ مغزو سخته ضربه خوړلې وه او درغیدو امکانات يې دنشت برابر وو.

په پاکستان کې د بشري حقوقو کمیسیون پر سربجیت سنګهـ د حملې شدیده غندنه کړې او د پنجاب پر صوبايي حکومت یې غږ کړی، چې په دې اړه جدي څيړنه وکړي.

د بشري حقوقو دې ادارې ویلي، چې پر سربجیت سنګهـ حمله دا څرګندوي، چې په پاکستان کې د نورو پر وړاندې د زغم حد څومره کم دی.

دبشري حقوقو یوشمیر ادارو ویلي، چې دسربجیت سیاسي اهمیت ته په پام باید دهغه خوندیتوب لپاره ځانګړي ترتیبات نیول شوي وای.

بل خوا امنيتي مقامات وايي دحملې په اړه يې څيړنې پيل کړي خو وايي چې دواړه بریدګر لا له وړاندې دمرګ په سزا محکوم شوي دي.

سربجیت سنګهـ پر ۱۹۹۰م کال په لاهور او فیصل اباد ښارونو کې له دوو چاودنو سره د ارتباط په تور د واګا په سرحدي پوله نیول شوی و.

په دغو چاودنو کې څوارلس تنه وژل شوي وو.

سربجیت سنګهـ پر ۱۹۹۱م میلادي کال د پاکستان د سترې محکمې له خوا په اعدام محکوم شوی.

ولسمشر د هغه د بښنې غوښتنه رد کړې او له تیرو ۲۲کالوراهیسې دسزا او یا بښنې لپاره منتظر و.
XS
SM
MD
LG