د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغان ځواکونو پر ګوشته لګېدلې پوسته ورانه کړه"


د ننګرهار سیمه یېز چارواکي وايي چې ددې ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کې د افغان او پاکستانیو ځواکونو د تیرې شپې په نښته کې افغان ځواکونو د پاکستان له خوا په ډیورنډ کرښه نوې جوړه شوې دروازه او تاسیسات له منځه وړي دي.


د ننګرهار د والي ویاند احمدضیاعبدالزي مشال راډیو ته په دې اړه وویل:

” نښته بېکا شپه تر درو بجو روانه وه. د لومړنیو مالوماتو له مخې افغان امنیتي ځواکونو پرمختګ کړی دی. او پوسته یې له مینځه وړې ده. “

نوموړی وايي چې په دې نښته کې یو افغان سرباز وژل شوی او درې نور ټپیان دي او پاکستاني لوري ته تر دې ډیر تلفات اوښتي.

چارواکي وايي اوس په سیمه کې وضعیت ارام دی.

خو د پاکستاني چارواکو له خوا د دغه برید په اړه لا څه نه دي ویل شوي.

بلخوا په جلال اباد کې د پنجشنبې په ورځ په زرګونو تنو ولسي وګړو د پاکستان له اړخه د افغانستان پر خاوره د تيري پر ضد مظاهره وکړه.

مظاهره کوونکو له افغان دولته وغوښتل چې د خپلو سرحدونو ساتنه دې وکړي که نه دوی يې به یې په خپله دفاع وکړي.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG