د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک طالبان پاکستان انتخاباتي کېمپین


طالبان بیا بیا عوامي نېشنل پارټۍ په نښه کوي
طالبان بیا بیا عوامي نېشنل پارټۍ په نښه کوي


ايکسپريس ټرېبيون ورځپاڼه په خپله اداريه کې ليکي، دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده چې د پاکستان انتخابات د ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان لخوا څارل کيږي.


ورځپاڼه زياتوي، موږ انګيرله چې ګوندې د پاکستان د راتلونکيو انتخاباتو چارې به د اليکشن کمېشن او د دې هېواد د سرپرست او غير جانبداره حکومت په لاسو کې وي، خو حالات داسې يوه حد ته رسيدلي چې تحريک طالبان پاکستان فيصله کوي چې کوم ګوند به انتخابات کوي او کوم به نه کوي.

ورځپاڼه د يادې وسله والې ډلې لخوا د جاري کړل شوي وروستي بيان په حواله ليکي چې، په پاکستان کې د روشن فکره او سيکولر نظريو لرونکي ګوندونه د طالبانو د بريدونو ښکار دي. په تېره هغه سياسي ډلې چې د وسله والو پر ضد د پاکستاني پوځ د عملياتو ملاتړي ول.

ورځپاڼه کاږي، په پاکستان کې پيل شوي انتخاباتي کمپاين دغه هېواد تقسيم او وينې وينې کړ. د پنجاب غټې سياسي پارټۍ په خلاص مټ دغلته ټاکنيز فعاليتونه تر سره کوي، خو په پاته دريوو وړو صوبو کې انتخاباتي کمپاينونه په نښه شوي دي، چې په کې د وژل شويو خلکو شمېر، په تېرو دوو اونيو کې، څلوېښتو ته رسېدلی دی.

د دې په نښه شويو ګوندونو له ډلې څخه عوامي نيشنل ګوند تر ټولو زيات اغېزمن شوی، چې د تېرو څو کالونو په موده کې يې خپل څه د پاسه ۷۰۰ غړي او د سر سړي له لاسه ورکړي دي.

د ورځپانې په ليکنه، په سند صوبه کې بيا د متحده قومي مومنټ په نوم ګوند د طالبانو د بريدونو ښکار شوی دی. غړي يې وژل شوي او پر انتخاباتي دفترونو يې حملې شوې دي. پاکستان پيپلز ګوند هم د طالبانو له غيظ و غضب سره سره مخامخ دی او مشرتابه يې د خپل امنيت له پلوه اندېښمنه ده.

د ورځپاڼې په اداريه کې وړاندې راغلي، تحريک طالبان پاکستان په زغرده ويلي چې د يوه سيکولر او جمهوري طرز حکومت مخالفت کوي او ملګرې ډلې يې، القاعده لا وار د مخه په ډاګه کړې چې د پاکستان آيين غير اسلامي دی.

په اداريه کې وړانديز شوی چې د پاکستان سياسي قوتونه بايد په دغه هېواد کې جمهوريت ته د ورپېښ خطر په وړاندې يو موټی شي. اداريه په عين وخت کې د پاکستان د ځينو سياسي ګوندونو لخوا د انتخاباتي کمپاين پر مهال د طالبانو د تشدد نه يادول غندي او زياتوي چې د دوئ دغه چوپتيا به په پاکستان کې د جمهوري نظام ودې ته زيان ورسوي.
XS
SM
MD
LG