د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د وزیر کېدو لپاره راته د کروړونو روپو پېشکش شوی"


د بلوچستان نګران وزیراعلی نواب غوث بخش باروزی
د بلوچستان نګران وزیراعلی نواب غوث بخش باروزی
نیاز موسا خېل


خرابه امنیتي وضع راتلونکې ټول ټاکنې خرابولی نه شي:نواب باروزی


د بلوچستان نګران وزیراعلی،نواب غوث بخش باروزیي مشال رېډیو سره په خبرو کې د صوبې نګران حکومت او راتلونکیو ټول ټاکنو پر چارو ځانګړې خبرې کړې دي .نوموړی وایي،د صوبې نګران کابینه یې د سیاسي سفارش او رشوت تر فشار لاندې راتلو له وجې تر اوسه نه ده ټاکلې. دی مني چې بلوچستان کې امنیتي وضع برابره نه ده، خو بیا به هم د ده په خبره، وسله وال ګواښونه د ټول ټاکنو لارې ته خنډونه نه شي ثابت.زموږ همکار،نیازموساخېل له نګران وزیراعلی سره پر خبرو مشتمل دغه تفصیلي رپورټ د مشال وېب پاڼې لپاره برابر کړی دی.


مشال رېډیو سره د خبرو پر مهال، د بلوچستان له نګران وزیراعلی، نواب غوث بخش باروزیي لومړی پوښتنه دا وشوه چې د مُلک په نورو ټولو صوبو کې نګران کابینه ټاکل شوې دي، لېکن بلوچستان کې ولې دا کار تر اوسه ځنډول شوی؟ نوموړي د پوښتنې په ځواب کې ووېل


"چې کله پخوانی حکومت ختمېدۍ،نو د آیین له لارې حکومتي او اپوزیسیون مشران سره کښېنستل او زما پر نامه یې اتفاق وکړی چې د صوبې نګران وزیراعلی شم.تر دغه حده خو خبره صحیح وه،خو وروسته دوی له ما غوښتنې پېل کړې چې د دوی د خوښې خلک به وزیران اخلم. دا پر ما ډېر لوی سیاسي فشار وو او لا هم موجود دی، خو ما ورته ووېل چې تاسو کومه خبره سره سپینه کړی، هغه پرتاسو اړه لري، زما څه کار دی له هغه سره؟ ځکه ما د دوی خبره نه و منله او بله خبره دا ده چې له بده مرغه زموږ صوبه کې هر کس ځان ته ښه مېړه وایي او فشار پر در اچوي چې هم دی به وزیر ټاکې، لېکن ما د یوه چا نه وومنله او تر اوسه مې خپله کابینه نه ده ټاکلې"

د بلوچستان نګران وزیراعلی زیاتوي، د کابینې جوړولو او وزیرانو ټاکلو پر مهال یوې بلې مهمې او لویې وجې هم له پریشانۍ سره مخامخ کړی.

"چې کله زه په دا فکر کې وم،چې خپله کابینه او نګران وزیران به ټاکم،نو ځینې داسې کسانو هم راسره تماس ونیولی، چې د وزیر جوړولو لپاره د رشوت او کروړونو روپیو پېشکش راته وکړی، لېکن ما دا خبره چا سره نه ومنله او دغه دی ستاسو له لارې ټولې نړی ته خپل سپیناوی له اوسه لا څرګندوم.خلک ګمان کوي چې دوی په پېسو هر شی ترلاسه کوی شي،مګر دوی په دې نه دي خبر، چې د کردار مخ ته د پېسو څه اهمیت دی؟"


دا چې بلوچستان کې روانه خرابه امنیتي وضع او د بلوڅ بیلتون غوښتونکیو له اړخه د راتلونکیو ټول ټاکنو پر وړاندې یو شمېر ګواښونه به پر انتخاباتو څه اغېزې واچوي، که څنګه؟ نګران وزیراعلی د پوښتنې په ځواب کې ووېل:


"ګواښونه موجودیت لري او زه له دې انکار نه کوم، ولې چې پخپله د صوبې ځایي او ملت پالې ګوندونو ته هم دړکې ورکړل شوې دي،خو زه ګمان نه کوم چې دا به ګوا کې ټوله انتخابي پروسه له ناکامۍ سره مخامخه کړي"


د بلوچستان نګران وزیراعلی زیاتوي،د نګران کابینه نه جوړېدو ستونزه پر خپل ځای، خو دم ګړۍ یې مخ ته تر ټولو مهم او ضروري کار، پُرامنه او سپا ټول ټاکنې ترسره رسول دي.
XS
SM
MD
LG