د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله وال په پاکستان کې د سیاست ژبه بدلول غواړي


فرخنده وزیر
د پاکستان ډان ورځپاڼه لیکې، وسلوال طالبان غواړي د پاکستان د سیاست ژبه بدله کړي، خو باید خلک اوس دا فیصله وکړي، چې دوی څه غواړي، او د مسلو لکه تعلیم، اقتصاد، روزګار ، صحت، او د توانایي د مسلو او ددې د حل په بنیاد د خپل ووټ استعمال وکړي.



په ډان ورځپاڼه کې هما یوسف لیکي، په پاکستان کې انتخاباتو ته ډیر لږ وخت پاتې دی، د عوامي نیشنل ګوند، متحده قامي موومنټ او د پیپلز ګوند په امیدوارانو بریدونه کیږي ، چې پړه يي ناقانونه ګرځول شوې وسلواله ډله تحریک طالبان پاکستان مني، او په داسې حالاتو کې به څنګ راروان انتخابات شفافه وي.

په پاکستان کې روان تشدد چې داسې ښکاري تر ووټونو پورې به دوام ولري، د اتخاباتو نتیجې هم ګډې وډې کولی شي. او په داسې صورت کې که چیرې دغه ګوندونه په واک کې را نغلل، په کومو چې وسلوال بریدونه روان دي، په بل صورت کې د نورو ګوندونو په واک کې راتلل او د دوی خاموشي به ترهګرو ته نورې موقعې هم ورکړي.

ډان لیکې په ځینو سیاسي ګوندونو بریدونه به یو منفي اثر دا هم ولري، چې په پاکستان کې به په انتخاباتو او د دوې په نتیجو د وسلوالو طالبانو اثر زیات شي، چې دا د دغه هیواد لپاره یوه خطرناکه خبره ده، چې دې سره به د پاکستان د سیاست ژبه بدله شي.


وسلواله ډله تحریک طالبان پاکستان عوامي نیشنل پارټۍ، متحده قامي موومنټ او پیپلز ګوند پر دې هم په نښه کوي، چې دغه سیکولر ګوندونه دي، چې دا د دوی په نظر کې یوه بده خبره ده، او د مذهبي ګوندونو مرسته ځکه کوي، چې د دوی کارونه او تګلاره مثبته ګرڅول. او دغه تفریق یو ډیره لویه مسله ده.

ډان لیکې، د هغه ګوندونو لپاره تحریک طالبان پاکستان سخته رویه اختیار کړې، چې په ملک کې روان تشدد او مذهبي توندروۍ خلاف سخته رویه لري، او په دغه ګوندونو د حملو مقصد هم دا دی ، چې د طالبانو د تشدد لپاره نرمه لهجه اختیار کړي.

لیکواله هما یوسف وایي، د خفګان خبره دا ده چې طالبان په خپله منصوبه ښه روان دي، او هغه ګوندونه چې پرې د طالبانو لخوا بریدونه نه دي ترسره شوې، په نورو سیاسي ګوندونو د وسلوالو د حملو غنده هم یا خو نه کوي، او یا د دغې لپاره ډیر نرمه ژبه کاروي.

او سیاسي ګوندونه چې د طالبانو د هدف د دایرې نه بهر د يو کوشش کوي، داسې کار ونه کړي ، څنګ چې هغه ګوندونه کوي، چې د طالبانو د سخت مخالفت سره مخامخ دي، او ځکه خو تحریک انصاف تیره اونۍ په ډاګه د دې خبرې تر دید وکړ، چې ګنې دوی د احمدیانو نه په انتخاباتو کې د مرستې غوښتنه کړي.
XS
SM
MD
LG