د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا او ټولټاکنې: جنوبي وزیرستان ۴۲ مه حلقه

فاټا او ټولټاکنې: جنوبي وزیرستان ۴۲ مه حلقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:17 0:00

فاټا او ټولټاکنې: جنوبي وزیرستان ۴۲ مه حلقه


د روان کال پر ۱۱م مې په ټول پاکستان کې ټولټاکنې (عام انتخابات) کېدونکي دي، چې په کې د ګڼ مېشتو پښتنو په قبایلي سیمو لکه خیبر، مومند، باجوړ، اورکزۍ، کورمه، جنوبي وزیرستان او شمالي وزیرستان کې هم په لومړي ځل سياسي ګوندونو ته په انتخاباتو کې د برخې اخیستو اجازت ورکړل شوی.


په دې لړ کې مشال راډيو د قبايلي سيمو د بيلا بيلو حلقو د اميدوارانو سره د خبرو اترو لړۍ پیل کړې چې موخه يې د قبايلو ستونځې د هغوی له راتلونکو استازیو سره شريکول دي.


د دې لړۍ په نننۍ خپرونه کې مو د جنوبي وزیرستان د قامي اسمبلۍ د ۴۲مې حلقې لپاره ولاړ ازاد امیدواران د پاکستان تحریک انقلاب Aامیدوار احسان الله خان مسید د جماعت اسلامي امیدوار ډاکټر سمیع الله جان، ازاد امیدوار قاضي سلیم خان، ازاد امیدوار عبدالقدوس خان او ازاد امیدوار شیر پاو خان رابللي دي.



د دغه ګړدي مېز کوربه د مشال همکار داود خټک دی.


تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:43:47 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG