د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټاکنو پر مهال پاکستاني پوځ د تعیناتو منظوري

احمدالله
د کور کمانډرانو په غونډه کې د راتلونکو ټول ټاکنو له پاره د پوځ ځای پر ځای کولو د پلان منظوري ورکړل شوې ده.


د پوځ د تعلقات عامه اداري آيي ايس پې آر لخوا جاري کړې شوي خبرپا ڼه کې وويلي شوي دي چې دوشنبې په ورځ د پوځ مشر خنرال اشفاق پرويز کيانې په مشرۍ کې په جنرل هيډ کوارټر پنډۍ کې د کور کمانډرانو يوغونډه وشو چې په کې د ټول ټاکنو په وران کې اليکشن کمېشن، وفاقي او صوبايي حکومتونو د سيکيورټي د ضرورياتو جاج واخستل شو.

په غونډه کې د کراچۍ او کوئټه د صورتحال هم تفصيلي جايزه واخستل شول، د پوځ يو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وويل چې اليکشن کمېشن لخوا چې کوم پولنګ اسټيشنو انتهايي حساسې ګرځول شوي دې نو په هغو پولنګ اسټيشنو به پوځ ځای پر ځای کېږي تعينات کولې شي.

ياده دي وي چې اليکشن کمېشن په ټول ملک کې يولس ذره او ٥٣ پولنګ اسټيشنې حساسې او لس ذره دوه سوه ٢٧ انتهايي حساسې ګرځولې دي.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG