د لاسرسي ځای

تازه خبر

"زموږ پښې او لاسونه یې ترهګرو ته تړلي دي"


د اطلاعاتو پخوانی وزیر میا افتخار حسین
د اطلاعاتو پخوانی وزیر میا افتخار حسین

غلام غوث

په پاكستان کې د ځینو سياسي ګوندونو پر غونډو او دفترونو د وسلوالو بريدونه دوام لري.

د عوامي نېشنل ګوند يو مشر سياستوال او د پښتونخوا پخواني د اطلاعاتو وزير مياافتخار حسين وايي، د امنيتي ستونزو له لاسه تر اوسه خپلې حلقې ته نه شي تللی او خپل سياسي کمپین په ټيليفون او سكايپ چلوي.


دی وايي د وسلوالو د دې فععاليتونو مقصد پارليمان ته د خپلې خوښې خلك استول دي او بائيد د پاكستان نګران حكومت یې مخه ونيسي او نړيواله رورولي دي ددي صورتحال جاج واخلي –

په پاكستان کې د ځینو سياسي ګوندونو په غونډو او دفترونو د وسلوالو بريدونه د پوښتني په ځواب کې د پښتونخوا د اطلاعاتو پخواني وزير او د عوامي نېشنل ګوند مشر سياستوال ميا افتخار حسين مشال ريډيو ته وويل:

"موږ خو دا خبره وړاندي هم كړې ده چې كومو خلكو د ټوپك په زور حكومت قائم نه كړو هغوی په پارليمان قبضه كول غواړي يا په خپل شكل کې او يا د هغه خلكو په شكل کې د دوی لپاره خواخوږي، که څه هم دوی د جمهوريت دښمنان دي او جمهوريت ته كفر وايي، د دې واقعاتو تسلسل دې خبرې ته اشاره ده چې يا خو دې انتخابات بلكل ګډوډ شي او يا دې د دوی د خوښې كسان كامياب شي. پوښتنه دا راولاړيږي چې د ټولټاكنو كميشن چرته لاړو او د لنډ مهاله حكومت چرته لاړو او دهغوی لوړې لوړې دعوې او امنيتي پلان چرته لاړو؟"

ميا افتخار حسين له مشال ريډيو سره په خبرو اترو کې زياته كړه چې بائيد نګران حكومت دي د وسلوالو د فعاليتونو مخه ونيسي او د ټولو سياسي ګوندونو امنيت دي يقيني كړي>

"زموږ حكومت کې هم تره ګري وه تره ګري مكمل ختميدي نه شي ،كچېري سياسي ګوندونه د نګران حكومت سره دومره مرسته كوي چې هغي غټي جلسي جلوسونه نه كوي نو ايا دا حكومت دومره هم نه شي كولی چې دوی د هغوی دفترونو او كانديدانو ته امنيت وركړي؟

كه ته]نګران حكومت[د دفتر امنيت نه شي ټينګولی نو د دې خو مطلب شو چې تا هغوی]د وسلوالو[ پر رحم وكرم پرېښودل، دوی وايي، چې هر كانديد پنځه پنځه كسان د خپل حفاظت لپاره ساتلی شي، دا خو داسې خبره شوه چې رياست لاسونه پورته كړي او وايي، چې هر سړي دې د خپل سر حفاظت په خپله وکړي او هغه هم داسې چې امنيتي ساتونکې به زموږ سره درجوي او كه له پنځو زيات وو نو موږ به يې نيسو، دا داسې ده لكه چې د سړي لاسونه وتړي او تره ګرو ته وایې چې پرې ورځه"

د خپل انتخابي کېمپين په باب ميا افتخار حسين مشال راډيو ته وويل چې تر دې دمه خپلې حلقي ته نه دی تللی او په سكائپ او ټيليفون خپل انتخابي کېمپين ترسره كوي>

"زه خو د خدای په فضل چليږم ، له دې حكومت ما نه سيکېورټي واخیستله، ماسره دا مهال يو تن امنيتي سرتيري هم نشته،د خپلې حلقي خلك ما ته راځي او زموږ خلكو فيصله وكړه چې ته به نه راځي او موږ ستا پر ځای ستا انتخابي کېمپين چلوو، ته وګوره دا عام انتخابات دي خو تر دې دمه خپلې حلقې ته نه يم تللی خو مايوسه نه يم، زموږ خلك شته زموږ پارټي شته، خلك زما لپاره كار كوي.

زه په ټيليفون له ولس سره خپله رابطه ساتم،بيګا مې د سكائيپskypeله لارې په تارو جبه کې ولس ته خطاب كړی دی، تاسو سوچ وكړئ چې خلك د لكهونو او زرګونو جلسې كوي او زموږ د كور كوڅې غونډې څوك نه پريږدي او موږ په دفتر کې څوك نه پريږدي، نو چې موږ ازاد نه یو نو ټولټاكني به څه رنګ سپا بې پلوه وي؟

زه نړيوالو طاقتونو ته هم وایم چې د دې اليكشن جائزه دي واخلي او د دې تجزيه دې وكړي او دا چې كوم اړخ ته روان دي نو د تره ګرو د مظبوطوالي يوه بله وسيله جوړيږي نو كه دا د تره ګرو په لاس په پارليمان دا قبضه وشوه نو بيا به د پاكستان د وجود په اړه نړۍ څه فكر كوي؟ دا د پاكستان د بقا مسئله ده دا د جمهوريت د بقا مسئله ده او د دې لپاره به موږ جهاد جاري ساتو"
XS
SM
MD
LG