د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان اقتصاد څه شي روان ساتلی دی؟




د ايکسپريس ټرېبيون په ليکنه کې راغلي، د پاکستان ناخالصه کورنۍ پيداوار يا جي ډي پي د آی فون فايو په بازار کې د تاوان برابر دی. د آی فون فايو پر نوم دغه موبايل ټيليفون د کمپيټرونو يوې کمپني ايپل جوړ کړی دی.


په ليکنه کې له لوستونکو پوښتنه شوې چې د دوی په فکر د پاکستان اقتصاد څه شي روان ساتلی دی؟

لیکنه په ځواب کې وايي، د پاکستان اقتصاد په هغو پیسو چلېږي چې بهر مېشتي پاکستانیان او واړه کاروبارونه یې هیواد ته استوي. هر کال پاکستان له بهره له ۱۳ تر ۱۴ اربه امریکايي ډالره تر لاسه کوي. خو په ټول هیواد کې دننه هر کال یوازې ۱۰ اربه ډالره مالیې یا ټیکسونه ټولېږي. له دې مالومېږي چې اقتصاد له بهره د پیسو په راتګ ولاړ دی.

په لیکنه کې راغلي، دا پیسې له دوو لارو پاکستان ته ورځي. یو خو هغه پاکستانیان دي چې هیواد ته پیسې استوي او دویمه لار هغه انټرنیټي کاروبار دی چې په صنعتي ډول وړوکی دی خو ډېر لوی اغېز لري.

دا صنعت له هغو کاروبارونو او کسانو جوړ دی چې په نړیواله توګه خدمات یا سروېسېز له خپلو هیوادونو نورو هغو ته انتقالوي. په دې کې صوفي زار کانسټیلېشنز، نصیب نيټورکس، ټرېډ کي او نور شامل دي.

ورځپاڼه لیکي، یوازې د صوفي زار په نوم انټرنیټي کاروبار د کال شا و خوا ۱۵ میلیونه ډالره ګټي. تر دې وروسته دویم ځای د ټرېډ کې په نوم د کاروبار دی.

په لیکنه کې راغلي، د دې کاروبارونو د زیاتو پیسو ګټلو وجه ښه مارکېټېنګ دی. د مختلفو شیانو پر انټرنیټ د مشهورۍ وجه دا نه ده چې ګواکې خلک یې مشهوري کوي او له نورو سره یې شریکوي، بلکې دا کار د یوه بشپړ نظام او مهارت له لارې کېږي.

په لیکنه کې د یوټیوب ووبپاڼې مثال ورکړل شوی دی چې هلته د سندرغاړو او هنرمندانو ویډیو ګانې هم د ښه انټرنیټي مارکېټېنګ یا مشهورۍ له وجې کېږي.

ورځپاڼه زیاتوي، د پاکستان د اقتصاد په لړ کې د داسې کاروبارونو چې هیواد ته ډېره پیسه راوړي، کیسې نه کېږي او دا چې دا خبرې همداسې پټې پاتې کېږي.
XS
SM
MD
LG