د لاسرسي ځای

تازه خبر

سکډ غونډۍ اوس د امن غونډۍ ده


فرانس پريس خبري اژانس په خپل راپور کې ليکلي، د سکډ غونډۍ په نوم يو ځای، چې پر افغانستان د روسي يرغل په وخت او بيا ورسته د دې هېواد د کورنۍ جګړې پر مهال به ترې سکډ ميزايلونه داغل کېدل، اوس مهال د افغان ځوانانو يوې وړې ډلې په کې ونې کرلې دي او ورته يې د امن دغونډۍ نوم ورکړی دی.

د دغو ځوانانو له ډلې څخه يو يې، نولس کلن غلام عباس فرزامي، اژانس ته ويلي، يقين وکړئ، ما چې په دغه ځای کې اولنۍ ونه وکرله نو ډېر زيات خوشاله وم او وياړمې کاوه. نوموړي زياته کړې، که څه هم دا يو ورکوټی کار و خو خوښ پرې ځکه يم چې د افغانستان په ښېرازه کولو کې مې ونډه ولرله.

د اژانس په ليکنه، د سکډ غونډۍ په شاوخوا کې جوړې شوې سپينې کرښې خلکو ته خبرداری ورکوي چې لا هم دغه سيمه له ماينونو څخه په بشپړه توګه پاکه کړای شوې نه ده.

اژانس زياتوي، په داسې حال کې چې بهرني ځواکونه د راتلونکي کال تر پايه پورې له افغانستانه وتلو ته تياری نيسي، په دغه هېواد کې د سولې او روغې جوړې هيلې يو څه ټکنۍ شوې دي.

خو هم د اژانس په خبره، د (افغان غږونو) په نوم د ډلې غړي بیا، چې ځانونه په افغانستان کې د بدلون د استازو په توګه يادوي، د خپل هېواد راتلونکی يو بل رقم انځوروي.

اژانس د وحيد حبيبي په نوم د يو ځوان، چې دی هم نولس کلن دی، خبره راخيستې چې وايي، له دې غونډۍ به توغندي ورول کېدل او خلک به وژل کېدل، خو اوس ورته موږ د سولې غونډۍ نوم ورکړی دی، تر څو خلکو ته وښيو چې د افغانانو نوی نسل امن غواړي.

د اژانس په راپور کې وړاندې ليکل شوي، د کابل ښار زياتره برخې د ۱۹۹۲ نه واخلې تر ۱۹۹۶ کالونو په موده کې شویو کورنیو جګړو تباکړې وې او د تباهۍ دا لړۍ هله ودریده چې طالبانو واک تر لاسه کړ.

په ۲۰۰۱ کې بيا امريکايانو، د دې لپاره چې طالبانو ورته د القاعده پخوانی مشر اسامه بن لادن نه ورکاوه، په افغانستان حمله وکړه. طالبانو له هغه وخت راهيسې د حامد کرزي د حکومت پر ضد، چې امريکا يې تر شا ولاړه ده، سخت مقاومت پيل کړی دی.

په راپور کې وړاندې راغلي، د افغانستان په څېر يو هېواد، چې د تېرو دريوو لسيزو جګړو، غربت او اداري فساد ځپلی وي، د ونو کر په کې د امن لپاره يو ورکوټی سمبولیک عمل دی.

اژانس د يوې افغان پېغلې مهربانو له خولې لیکي، موږ پوهيږو چې سوله داسې په اسانه نه شي راتلی، خو د تر لاسه کولو لپاره يې بايد ريښتينې هڅې وکړو.
XS
SM
MD
LG