د لاسرسي ځای

تازه خبر

له مشرفه د بېنظیر بوټو کېس کې ګروږنې



رابعه اکرم

د پنډې د تره ګرې د مخنيوي عدالت د جمعې په سهار پخوانې پوځي صدر پرويز مشرف ته بې نظير قتل مقدمې کې تر ديرشم اپريل پورې جسماني ريمانډ ورکولو حکم ورکړی دی. وفاقي تحقيقاتي ادارې يا ايف ای اې له اړخه عدالت ته د جسماني ريمانډ درخواست ورکړل شوی وو.


پرون د زیارت پر ورځ د راول پینډۍ د تره ګرې مخنيوي عدالت د بې نظير قتل کيس کې وفاقي تحقيقاتي ادارې ته د پرويز مشرف په باضابطه توګه ګرفتاري او له هغه د پلټنو ګروږنو اجازت ورکړی وو. او دا امر يې ورته کړې وو چې له پرويز مشرفه دې د هغه په کور چې لنډمهالی زندان ګرځول شوی دی، پلټنې ګروږنې وکړل شي.

د پرويز مشرف وکيلانو د ايف ای اې په تحقيقاتي ډلې بې باوري وښودله او غوښتنه یې وکړه چې يوه نوې تحقيقاتي ډله دې جوړه کړل شي خو عدالت دغه خبره رد کړه.

د ايف ای اې له اړخه پراسيکيوټر چوهدري ذوالفقار د اوريدنې ورستو مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل.

"د سيکيورټي ډيره مسله ده، او پرويز مشرف ته په لوی کچ د سيکيورټي خطر دی، او چې کومې ادارې دې نو هغوی وايي، چې په لوی کچ د سيکيورټي مسله ده او د ملزم پرويز مشرف حفاظتي تحويل يقيني جوړولو لپاره موږ عدالت ته دا درخواست ورکړی وو چې په چک شهزاد کې د تفتيش لپاره زموږ دا درخواست منظور کړي نو عدالت زموږ درخواست منظور کړو."

کله چې مشال راډيو د پخواني صدر جسماني ريمانډ په باب د قانوني چارو کار پوه شاه خاور نه اوپوښتل نو هغه وويل:

"د جسماني ريمانډ مطلب دا دی چې هغه په جسماني توګه پوليسو ته حواله کړل شو ، چې تاسو ترې تفتيش وکړی او څلور ورځو نه پس بيا موږ ته وړاندې کړې . نو ايف ای اې چې کومه تفتيشي ډله ده. نو هغه په څلور ورځې پس بيا به يې عدالت ته وړاندې کوي ، نو ايف ای اې به عدالت ورته د کړو پلټنو په باب شوي مالومات ورکوي او ورته ښيي به چې ايا د دې لپاره نور هم جسماني ريمانډ په کار دي او که نه ، او يا به وايي چې موږ خپل تفتيش مکمل کړو . نو که هغوی بيا دا ووايې چې موږ خپل تفتيش مکمل کړو نو هغه به بيا عدالت جوډيشل ريمانډ لپاره ولېږي"

د تره ګرۍ د مخنيوي عدالت جج حبيب الرحمان پرويز مشرف په ۳۰ م اپريل بيا عدالت ته د وړاندې کولو حکم ورکړی دی.
XS
SM
MD
LG