د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ د اېم کیو اېم پر دفتر برید ۵ تنه مړه ۱۳ ژوبل


مجیب الرحمان انګار

دپاکستان په لوی اقتصادي ښار کراچۍ کې دمتحده قومي مومېنټ پر یوه ځايي دفتر بمي چاودنې لږ تر لږه اتلسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.


چاودنه بیګا ماخوستن د جنوبي ناظم اباد په نصرت بوټو کالونۍ کې د دغه ګوند د ځايي دفتر مخې ته شوې، چې په دې وروستیو کې د انتخاباتي کمپاین په هدف جوړ شوی.

پولیسو دروغتیا وزارت له قوله وویل، چې په چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي، خو د متحده قومي غورځنګ سرچینې بیا د ټپیانو اصل شمیر اتلس تنه ښيي.

د کراچۍ پولیسو یوه جګپوړي چارواکي د پيښې په ځای کې رسنیو ته وویل، چې بارود په یوه موټرسایکل کې اېښودل شوي ول او ګومان کیږي چې په ریموټ کنټرول چول شوي وي:

(
که څه هم دشپې تر ناوخته لا زموږ د ځانګړې ډلې تحقیقاتي راپور نه دی بشپړ شوی او د چاودنې د څرنګوالي په باب څه ویل له وخته وړاندې ګڼم، خو له شواهدو ښکاري چې چاودنه په هغه موټرسایکل کې شوې، چې ددې دفتر مخې ته د ناڅرګندو کسانو له خوا درول شوی وو.
لومړني شواهد ښيي چې په چاودنه کې له دوو تر دوه نیمو کلوګرامه پورې بارود کارول شوي.)

پولیس وايي دچاودنې په ځای کې ولاړ یوشمیر موټر او څيرمه ودانیو ته هم څه ناڅه زیان اوښتی.

امنيتي مقاماتو د پيښې قربانیانو دهویت په باب څه ندي ویلي، خو د متحده قومي غورځنګ یوه مشر قمر منصور له مشال راډيو سره په خبرو کې نژدې ټول يې د دې ګوند غړي وبلل:

(دا په دې سیمه کې زموږ د کاندیدانو د انتخاباتي هلوځلو یو لنډمهالی دفتر و، که څه هم د لومړۍ ورځې تر چاودنې وروسته د ځينې نورو هغو په شان دا دفتر هم لا تړلی وو خو زموږ ګوندي ملګري د انتخاباتي کمپاین په لړ کې په ګڼ شمیر کې هلته موجود ول.
د وروستیو معلوماتو له مخې وژل شوي ټول او په ټپیانو کې یوولس يې زموږ دګوند غړي دي.)

قمر منصور وايي ګوند په دیموکراسۍ باور لري او په هیڅ صورت به له انتخاباتي سیالیو په شا نه شي.

هغه همدارا وویل، چې د پيښې په ارتباط يې نن جمعه دتورې ورځې په توګه اعلان کړې او دکراچۍ له ترانسپورترانو او سوداګرو يې وغوښتل چې د احتجاج په توګه دې بشپړه کاربندي اعلان کړي.

په تیرو دوو ورځو کې دا دویم ځل دی چې په سندهـ صوبه کې ددې ګوند پر دفترونو بمي چاودنې کیږي.

دتیرې هغې پشان وسله والو طالبانو ددې حملې مسوولیت منلی او په راتلونکي کې د لا سختو بریدونو خبرداری يې هم ورکړی.

د دې ډلې ویاند له ناڅرګند ځایه په ټلیفون رسنیو ته وویل، چې متحده قومي غورځنګ دهغو ډلو په کتار کې شامله ده چې دوی پرې د بمي چاودنو او مرګوني ګوزارونو پریکړه کړې.
وسله والو طالبانو څه موده وړاندې د ځينې ډلوپرمشرانو چې متحده قومي اوعوامي نیشنل ګوند يې په سرکې راځي دبریدونو خبرداری ورکړی و.

دغو ګوندونو انتخابات دروانې کشالې د حل یواځنۍ لار بللې او ویلي يې دي، چې په هیڅ صورت به انتخاباتي هلوځلو څخه لاس وانخلي.
XS
SM
MD
LG