د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار زلزله ۲ تنه مړه ۱۴۲ ژوبل ګڼ کورونه ړنګ



پرون د چارشنبې پر ورځ په افغانستان کې له راغلې زلزلې د ټپیانو شمېر نور زیات شوی دی چې ډېری ژوبل یې د ننګرهار ولایت اوسېدونکي دي.


د ننګرهار مرکزي روغتون مسول ډاکټر همایون زهیر مشال راډیو ته وویل،چې تر اوسه دوی ته د ۸۰ تنه زخمیانو په ګډون دوه تنه مړي وروړل شوي دي، چې یو شمېر یې ماشومان دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې اوس په روغتون کې یوازې ۲۸ ټپیان بستر دي او پاتې زخمیان،چې ټپونه يي سرسري وو رخصت شوي دي.

ډاکټر زهیر وايي،چې د ولسوالیو روغتونو ته هم زخمیان وروړل شوي،چې په کې د کامې روغتون ته یو مړی او ۳۱ تنه ژوبل، غني خیلو ته دوه ټپیان، ښېوې ته یو،بټي کوټ ته یو،ګوشتې ته یو او د لالپورۍ ولسوالۍ روغتون ته هم یو تن زخمي وروړل شوی،چې ټولټال ۱۲۸ زخمیان جوړېږي او درې مړي د ننګرهار بیلابیلو روغتونو ته ور وړل شوي دي.

بلخوا د ننګرهار د سرې میاشتې ریيس ننګیالی یوسفزی وايي،چې دوی ته د رسیدلو رپوټونو له مخې د مړو شویو کسانو شمېر ۱۴ تنو ته ورسید.

د ننګیالي په خبره دوه تنه په لالپورې ولسوالۍ کې،یو په سرخرود کې،دوه په شیرزادو کې،دوه په دره نور کې،دوه په ښار او پینځه تنه په بټي کوټ کې،چې د یوې کورنۍ دي مړه شوي،په دغو پینځو تنو کې یو ماشوم او یوه ښځه هم شامله ده.

د یوسفزي په خبره په ټول ننګرهار کې شاوخوا دوه سوه کورونه هم زیانمن شوي،چې په دې کچه کې ځینې په بشپړه توګه او ځينې په نیمايي توګه رالویدلي دي.

ننګيالۍ یوسفزی وايي،چې دوی تېره ورځ د زلزلې سره سم د ننګرهار په بیلابیلو ولسوالیو کې سروې پیل کړه، چې نن د مرستندویه ادارو سره يي ګډه غونډه ونیوله او زلزله ځپلو سره يي لازمې مرستې پیل کړې.

هاخوا په لغمان کې زلزلې یوازې مالي تلفات اړولي. د والي ویاند سرحدي ځواک مشال راډیو ته وویل،چې په باد پخ ولسوالۍ کې یوازې لس کورونه زیانمن شوي او په دې ولایت کې یې ځاني زیانونه نه دي اړولي.
XS
SM
MD
LG