د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا رجسټر کډوال به خپلو کېمپونو کې ووټ اچوي


غلام غوث

د الېکشن کمیشن او فاټا انتظامي چارواکي وايي له قباییلي سیمو بېکوره شوی رجسټرډ ولس به هم په راروانو ټولټاکنو کې په کېمپونو کې خپل خپل ووټ اچوي خو مدني ټولنې اندېښنې لري چې له قباییلي سیمو بې کوره شوی ولس چې څه رنګ په راشن ترلاسه کولو کې ستونزې لري هم دغه رنګ به په ووټ اچولو کې یو شمېر ستونزې لري.


د فاټا سیکریټرېټ او الېکشن کمیشن د چارواکو په وینا د قباییلي سیمو نه بې کوره شوی ولس به هم به راوانو ټولټاکنو کې خپلې رایې ورکوي او په دې لړ کې د فاټا سیکریټرېټ د مطبوعاتو د څانګې مرستیال ډائرېکټر فضل الله مشال ریډیو ته وویل چې یوازې هغه بې کوره شوی ولس به په کېمپونو کې خپل ووټ اچوي، چې، د کډوالو په توګه رجسټرډ وي (چې څومره هم قباییل د دې تره ګرئ په وجه بې کوره شوي دي او په کېمپونو کې دي نو هغوی ته به په کېمپونو کې د ووټ اچولو انتظام کیږي، او که څوک له کېمپونو نه بهر هم دي او رجسټرډ دي نو هغوی به هم په کېمپونو کې ووټ اچوي خو چې څوک رجسټرډ نه دي، هغوی به خپلو خپلو سیمو ته د ووټ اچولو لپاره ځي )


د سرکاري شمېرو ترمخه له تېرې یوې میاشتې راهسیې د خېبر اېجنسۍ له تیرا سیمې نژدې پنځوس زره خلک بې کوره شوي دي او لا هم د هغوی رجسټریشن سر ته نه دی رسیدلی .

په دی لړ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې ویاندې دنیا اسلم خان مشال ریډیو ته وویل:

( د سرکار د اعداد شمار مطابق د اته څلوښت زرونه زیات خلک له تیرا بې کوره شوي دي او تر دې دمه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ۲۷۹۰۰ خلک رجسټرډ کړي دي چې په کې زیات خلک په نوي دراني کېمپ او کورمه اېجنسۍ کې رجسټرډ شوي دي)

مدني ټولنې د راروانو ټول ټاکنو په لړ کې اندېښنې لري چې څه رنګ د قباییلي سیمې بې کوره شوی ولس په راشن ترلاسه کولو کې ستونزې لري هم دغه رنګ به دوی به ووټ اچولو کې ستونزې لري ،په دی لړ کې د قبایلو پرمختګ شبکه (ټرائبل ډېوېلېپمېنټ نیټ ورک) چیېرمېن نظام داوړ مشال ریډیو ته وویل ( د ووټ په باره کې خو لا تر دې دمه څه روڼه پرېکړه نه ده شوې ،او بيا د هغې لپاره په کېمپونو کې لا تر دې دمه څه انتظامات هم نه دي شوي. د تره ګرۍ له وجې چې څومره پښتانه متاثره شوي دي. ټول زموږ وروڼه دي ،خو چې کوم قباییل بې کوره شوي دي، هغوی ته هغه سهولتونه نه ورکول کیږی، چې د صوبې خلکو ته ورکړل شوي ول، دا ځل هم د تیرا د کډوالو سره د فرق په بنیاد سلوک روان دی، یو پالیسي ورته جوړه شوې ده چې ورته د پېښور د سیمې پاليسي وايي او د هغې له مخې په پېښور کې د دې خلکو رجسټریشن نه کیږی ،او دغه خلکو ته تکلیف وي چې کله د پېښور نه یا جمرود نه کوهاټ یا نورو سیمو ته د راشن ترلاسه کولو لپاره ځی )

د قباییلي سیمو د بې کوره شوی ولس د ووټ اچولو په لړ کې پېښور های کورټ هم له خپلې مخې نوټیس اخیستی وو، او په دې لړکې د سېشنبې په ورځ د الېکشن کمیشن چارواکو په پېښور های کورټ کې ویلی ول چې د اپرېل تر دېرشمې نېټې پورې به د قباییلي سیمې د بې کوره شوي ولس لپاره ټول انتخاباتی انتظامات مکمل کړل شي او هم په دې لړ کې د پېښور کور کمانډر سره د پېښور د الېکشن کمیشن لوړپوړو چارواکو د چارشنبې په ورځ یوه غونډه هم کړې وه.
XS
SM
MD
LG