د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: ځانمرګی برید او چاودنې ګڼه مرګ ژوبله



د کوټې په بېلا بېلو سیمو کې د سې شنبې او چارشنبې په منځنۍ په يوه نیم ساعت کې پر له پسې څلور چاودنې واورېدل شوې. چې د ښار د پولیسو په خبره لومړۍ چاودنه د ښار په جناح ټاون کې، دویمه په ګوالمنډۍ څلور لاره، درېیمه په ګوردت سنګ سړک، او څلورمه په نیچاري څلورلاره پر پیر محمد سړک شوې. پنځمه چاودنه بیا د چارشنبې په سهار د کوټې په سټيلايټ ټاون سیمه کې شوې ده.


د کوټې د پولیسو مشر میر زبیر محمود رسنيو ته وویل، لومړنۍ درې واړه چاودنې کریکر بمي چاودنې وې، چې په د ګوالمنډۍ څلورلارې په چاودنه کې شپږ تنه ټپيان شوو.

خو د نوموړي په خبره څلورمه چاودنه بیا ځان مرګی برید وو، چې ځان مرګي د ملیشه ځواکونو له پوستې سره څېرمه د چاودېدونکو توکو په ډک موټر کې ځان والوزاوه. تردې چاودنې سمدستي وروسته زبیرمحمود رسنیو ته وویل

؛ څلورمه چې کومه چاودنه ده، په دې کې تراوسه پورې چې کوم شواهد موږ تر لاسه کړي دي، له هغه څخه ښکارې چې دا د يوه موټر په وسیله ځانمرګی برید وو. په همدې چاودنه کې څلور تنه وژل شوي، چې يو هم په کې د ملیشه ځواکونو هغه سرتېره دی، چې ددې ځانمرګي د درېدو هڅه يې کړې وه.


که څه هم میر زبیر محمود د شپې شاوخوا لس بجې د همدومره مرګ ژوبلې په اړه وویل، خو د پاکستان په وخت دوه بجې بیا د سي ایم ایچ روغتون ډاکترانو دا تاييد کړه، چې دوو نورو ټپيانو په روغتون کې ساه ورکړه، او داسې په دې ځانمرګي برید کې د وژل شويو شمېر شپږو ته ورسېد.

د کوټې د امنيتي چارواکو په خبره د دې ځانمرګي برید هدف بیا هم اهل تشیع وو، چې تر دې وړاندې هم پر دوي ورته بریدونه شوي دي. خو د بلوچستان د کورنیو چارو سیکريټري اکبر حسین دراني بیا رسنيو ته وویل؛ د دې چاودنو تر شا د هغه چا لاسونه ده، چې نه غواړي په پاکستان کې ټولټاکنې وشي.

"لکه څنګه چې تاسو ته مالومه چې څومره هم ټولټاکنو ته وخت رانيژدې کېږي، نو هغه قوتونه چې غواړې دا ټاکنې ناکامه کړي، هغوی داسې حرکتونه کوي. تاسو وينۍ چې دلته له ملیشه ځواکونو سره سره پولیس، بلوچستان کانسټيبلري او نورې امنيتي ادارې شته او د انتظاميې دا هڅه وي، چې ددغه ډول پېښو مخنيوی وکړي."

له دې سره بیا د ملیشه ځواکونو مشر میجر جنرل عبیدالله خان خټک رسنوالو ته په استول شوي ټيلي فوني پيغام کې ویلي؛ د دوي يوه سرتېري اسرار احمد چې تر خپل سر تېر شو، خو د ډېرو انسانانو ژوند يې خوندي کړ. د ده په وینا د ملیشه ځواکونو د سرتېرو به هر وخت همداسې هڅه وي، چې وګړي د ترهګرۍ له پېښو وژغوري.

هلته بیا د چارشنبې په سهار په سټيلاوټ ټاون سیمه کې بیا هم د پولیسو په وینا يوې چاودنې لږ تر لږه څلور تنه ژوبل کړي دي. چې داسې په دولس ساعته کې په کوټه کې دا پنځمه چاودنه شوه. چې يواځې د ځان مرګي برید مسوولیت لښکر جهنګوي وسله والې ډلې قبول کړی دی.
XS
SM
MD
LG