د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست:- 1300 تنه د معلمۍ لپاره ازموینه ورکوي



نجیب الله الوخیل

دسېشنبې پر ورځ له غرمې مخکې د پوهنې یاست په انګړ کې له سلګونو کسانو څخه د ښوونکیو په توګه د دوی د ګمارنې لپاره د ازموینې لړۍ پیل شوه. په دې ازموینه کې چې نږدې سل تنه میرمنې او ښځې هم برخه اخلي، تمه ده چې ورڅخه به نږدې دوه سوه کسان په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونکیو په توګه وګمارل شي.


په خوست کې د پوهنې په ریاست کې د معلمۍ په برخه کې د یو شمیر چوکیو د ازموینې لپاره نږدې 1300 کسانو خپل نومونه ثبت کړی دی.

د یادې ادارې یو شمیر مسوولین وايي، که څه هم سږنۍ تشکیل نږدې 200کسان دی، خو که چیرې امتحان ورکونکي وغواړي او په دې ازموینه کې بریالي شي نو د یو شمیر هغو ښوونکیو پرځای به یې په دندو وګماري. چې دا مهال په مرکز او ولسوالیو کې د اجیرانو او قراردادي ښوونکیو په توګه دندې ترسره کوي.

د پوهنې ریاست د بشري منابعو امر عبدالهادي سیار مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې دیارلس سوه کسان چې د دولسمو ،څوارلسمو او پوهنتونونو فارغان دي ، دمعلمی پستونو لپاره يې خپل نومونه ثبت کړي ،چې د نن ورځې په ګډون به په دریو ورځو کې دهئیت په حضورداشت ورڅخه ازموینه واخیستل شي:

((داچې موږ دښوونکیو په توګه د1300کسانو ثبت نام کړی دی او بیا مو دمهالویش له مخې په دریو ورځو کې دازموینې لپاره تظیم کړیدي. دا ازموینه چې کله ترسره شي دا د نوي تشکیل له مخې او یا د پخوانیو قراردادي ښونکیو په عوض په اړوندو ولسوالیو کې د معلمۍ په دنده ګمارل کیږي،ثبت نام تر 1300کسانو پورې کړی او ددریو سوو کسانو د استخدام ګنجایش شته خو هیله مو دا ده ،چې په نږدې راتلونکې کې به نوی تشکیل څه نا څه زیات شي. په دې کې دوازده پاس ،چهارده پاس او لیسانس پکې موجود دي.))

دمحمد نواز په نوم دخوست دکلڼو یو تن اوسیدونکی وړاندیز وکړ ،کچیرې دمیرمنو لپاره یوڅه ساده پوښتنې ترتیب شي داښیګڼه به ولري ،چې دوی ته به هم بریالۍ شي او د کارکولو یو فرصت به دوی ته هم برابر شي:

((في الحال دې لپاره راغلي یو ،چې دوولسم پاسو نه امتحان اخلي ،صحنه منظمه ترتیب شویده غوښتنه موداده وچې دامشکل سوالونه دښځو لپاره ډیر ستونزمن دي اناثو طبقه ده سم يې نه شي حل کولای ،غوښتنه مو دا ده چې اناثو ته دې لږې اسانې پوښتنې جوړې کړي .))

د یادې ازموینې دوو تنو ګډونوالو وویل، که چیرې د کسانو په ګمارنه کې مسلکیتوب، اهلیت او د تحصیل درجه په ترتیب سره په پام کې ونیول شي او په پایلو کې يې شفافیت او رڼښت موجود وي نو بیا ښه قدم حسابیدای شي:

((زما نوم شمس الله دخوست ولایت اوسیدونکی یم ،په دې امتحان کې باید هغو خلکو ته داولیت حق ورکړل شي ،چې رشته او مسلک يې له کمبود بست سره سمون ولري ،بیا هغه څوک چې وزګار دي ،نظر مې دادی وچې اول حق دې لیسانس کسانو ته دویم حق چارده پاسو ته او دریمه درجه مستحقین باید دولسم پاس وي نو که په دې ډول امتحان واخیستل شي دا به ډیر ښه وي له مقاماتو مو هیله داده چې باید په دې امتحانونو کې درغلي نه وي مثلاً واسطه او واسطه بازي پکې نه وي.
زما نو سید رحیم الله دی دازادۍ مینې اوسیدونکی یم زه داستادی لپاره د ازموینې په خاطر دلته راغلی یم، زما غوښتنه له ریاسته دا ده، چې باید دغه امتحان باید ډیر شفاف وي او هغه څوک چې لایق وي په وظیفو وګمارل شي چې ښه او تکړه شاګردان تربیه کړي.))

خوست کې چې هرکال له پوهنتونونو ،تحصیلي موسسو او نورو مسلکي ښوونځیو څخه هر کال په سلګونو کسان فارغیږي، د دوی لپاره د مناسبو کاري فرصتونو برابرول هغه غوښتنه ده ،چې په بیلابیلو ناستو او بحثونو کې تل پرې خبرې شوې ،خو د دې لپاره د یو اغیزمن میکانیزم جوړښت هغه څه دی ،چې لاهم دحکومت له خوا نه ترسترګو کیږي.

دیادونې وړ ده ،چې د پوهنې د ادارې له خوا د ازموینو د شفافیت په اړه له خلکو سره تل یو ډول اندېښنې شته، چې تمه ده د خوست سیمه ییزه اداره به د خلکو یاده اندیښنه او د ازموینې د پایلو په اړه د ګډونوالو غوښتنې په پام کې ونیسي.
XS
SM
MD
LG