د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر 45 مې حلقې امنیتي پلان



فرهاد شینواری

د خېبر پولیټیکل اېجنټ د دفتر په وینا د خېبر 45 انتخاباتی حلقې لنډي کوتل او جمرود لپاره یو سل او اتلس(118) پولینګ سټېشنې جوړې کړل شوې دي، او شپږ دیرش (36) په کې حساس ګرځول شوي دي.


د دوی په وینا د مې یولسمې نیټې د انتخاباتو د امنیت لپاره پولیټیکل چارواکو خپل پلان تیار کړی دی، او په هر پولینګ سټېشن به خاصه دار او امنیتي ځواکونه ډیوټي ورکوي.

د خېبر سیمې د 45 حلقې ریټرنینګ افیسر جهانګیر اعظم وزیر مشال ریډیو ته وویل چې(( موږ په دې حلقه کې د مې یولسمې نیټې د انتخاباتو لپاره د امنیت ډير منظم پلان جوړ کړی دی، په هر پولینګ سټېشن به لږ تر لږه لس خاصه دار ولاړ وي، او ورسره به پولیټیکل محرران موږ ته یوه یوه خبره رپورټوي))

نوموړی زیاته کړه چې د مې په یولسمه نیټه به د ایف سي ځواک خصوصي ډلې د خېبر درې پر لویه لاره ګشتونه کوي او د لنډي کوتل او جمرود په بیلا بیلو برخو کې به د هرډول هنګامي حالت لپاره تیار ولاړ وي، او د پوځ یو آفیسر به هم راسره په شریکه ډیوټي کوي))

د خېبر 45 حلقې نه خواوشا اتلس امیدواران برخه اخلي چې د همدې حلقې پخوانی ایم این اې نورالحق قادري، ازاد امیدوار الحاج شاه جی ګل، د عوامی نېشنل ګوند ملک دریا خان اپرېدی، د جماعت اسلامي زرنور اپرېدی،د پیپلز ګوند حضرت ولی اپرېدی،د پاکستان تحریک انصاف ګوند خان شید اپرېدی، د جمعیت علما اسلام (ف) سیدا جان اپرېدی د مسلم لیګ (ن) ذاهد خان اپرېدی، ازاد امیدوار اسرارالله، ازاد امیدوار ملک اکرام الله جان، ازاد امیدوار تاج محل ایډوکیټ، ازاد امیدوار باتور شینواری او ازاد امیدوار عابدالله شامل دی.

دا چې دغه د خېبر 45 حلقې امیدواران د خېبر پولیټیکل چارواکو له دغه امنیتي ګامه څومره مطمین دی. په دې حقله د پاکستان پیپلز ګوند حضرت ولي اپرېدی وايي چې: ((دمګړۍ ډاډمن یو خو په کار ده چې امنیت ته لا نور پام وکړل شي،او امیدوارانو او ولسی وګړو ته هم په کار ده د انتخاباتو په ورځ له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړی،او هرې خوا ته نظر وساتي))

د خېبر ایجنسۍ د الېکشن کمیشن د دفتر په وینا دا ځل د خېبر په 45 حلقه یانی لنډي کوتل او جمرود کې خوا وشا یو لاک او پینځه اویا زره کسانو خپل ووټ رجسټر کړی دی، او زیاتره خلک به یې په خپله سیمه کې ووټ واچوی.
XS
SM
MD
LG