په پاکستان کې د را روان کال د مې په يولسمه نېټه انتخابات کيږي کوم چې د فاټا لپاره ډېر اهميت لري چې په لومړي ځل سياسي ګوندونو ته د هلوځلو اجازت ورکړې شوی دی.
په دې لړ کې مشال راډيو د قبايلي سيمو د بيلا بيلو حلقو د اميدوارانو سره د خبرو اترو سلسله شروع کړې چې مقصد يې د قبايلو ستونځې د هغوی د مستقبل د نمايندګانو سره شريکول دي.
د خیبر اېجنسۍ ۳۵ حلقې له ازاد امیدوارانو د سیدا جان ، عابد الله جان اپرېدي ، تاج محل اپرېدي ، اکرام الله کوکي خیل ، باتورخان ،او د پاکستان پیپلز پارټي له کانډېډ حضرت ولي سره خبرې کړې.
د دغه ګړدي مېز کوربه د مشال همکار داود خټک دی.
نښلول
شریک کړئ
الیکشن
په لاس د مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:46:08
0:00
د ډاېرېکټ لېنک
-
مشال راډیو
مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.