د لاسرسي ځای

تازه خبر

د زابل کوچيان کمپيوټر زده کوي



سيد شاه سقيم

د زابل سيمه ييز چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يې د کوچيانو لپاره د کمپيوټر زدکړې يو مرکز پرانيستی دی.


چارواکي وايي، کوچيان هم باید عصري زده کړې وکړي.

د زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار وايي، د دغه ولايت د کوچيانو اميريت ورته وړانديز کړی وو، چې د دوی په اميريت کې بايد د کوچيانو لپاره د کمپيوټر زدکړو يو مرکز جوړ شي.

دی وايي، ولايتي ادارې دغه مرکز ته اته کمپيوټرونه ورکړي دي او دې ته په تمه دي چې، له دې سره به کوچي ځوانانو له عصري زده کړو برخمن شي.

"د کوچيانو د اميريت په وړانديز او د ولايت مقام په منظورۍ د (پي بي جي اېف) له خوا د کوچيانو د اميريت لپاره، اته پايې ډيسک ټاپ کمپيوټرونه او يو پېنځه کيلو واټه جنراټور پېرل شوي دي، موږ تمه لرو چې له دې سره به د کوچيانو ماشومان د کمپيوټر او انګرېزي د زده کړو له پلوه وروزل شي. "

په زابل کې د کوچيانو د اميريت کارکوونکي هم کمپيوټرونو ته خوشاله دي او وايي، دا ډېر وخت يې همدغه ارمان درلود چې کاشکې د دوی ماشومان هم په کمپيوټر پوهېدلای.

"دا زموږ يو اشد ضرورت وو او دا ډېر وخت يې موږ غوښتنه کوله، دا دی اوس هغه شيان تاسې په سترګو وينئ چې ولايتي ادارې يې مرسته راسره وکړه، انشاالله دا به زموږ پر ژوند مثبت اغېز وکړي. "

"زموږ د کوچيانو ماشومان له زده کړو بېخې بې برخې پاتې وو، اوس چې دغه زمينه ورته برابره شوه، او دوی ته ولايتي ادارې کورسونه جوړ کړل، موږ ورڅخه مننه کوو او سخت ورته خوشحاله يوو. "

د افغانستان کوچيان چې شمېر يې د پنځه ميليونه په شاو خوا کې اټکل شوي دي، د ټول هېواد په کچه له تېرو څو لسيزو را هيسې د روغتیا، ښوونې، روزنې او سر پناه په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG