د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پاکستان زندانو کې بندي ښځې ګڼ مشکلات لري"



رابعه اکرم
پاکستان کې کارکونکې د بشري حقوقو کميشن (ايچ ار سي پي) کال ٢٠١٢ کلني راپورترمخه چې د ملک په مختلف جېلونو کې تقريبا يولس سوه (١١٠٠) ښځې قيدیانې دي چې په کې شپږ ديرش (٣٦) د مرګ د سزا په انتظار دي.


د بشري حقوقونو کميشن مشرې زهره يوسف مشال راډيو ته وويل چې په جېلونو کې د اوسيدو حالت د ښځو لپاره سم نه دي. د دې له وينا سره سم چې دا ښځې مختلف جرمونو لکه قاچاق ، مرګ او مختلفو ډلو سره غير قانوني کارونو په کيسونو کې نيول شوې دي.

دا زياتوي چې (( په جېلونو کې د ښځو تر ټولو غټه مسله د صحت ده، ځکه چې په زياتره جېلونو کې ښځينه ډاکټرانې موجودې نه وي. او بل ډيرې ښځې داسې دي چې له مجبورۍ خپل بچي په جېلونو کې له ځان سره ساتي، نو ماشومانو لپاره هم دغه ماحول صحيح نه دی، دغه رنګ د غټو ښارونو په نسبت د وړوکو ښارونو د جېلونو حالت هم سم نه وي))

په جېلونو کې د ښځو لپاره مناسبه سهولياتو نشتوالي په اړه د ښځو حقوقو لپاره کارکونکې ادارې عورت فاؤنډيشن يو چارواکي عاصم ملک وايي، چې هغه د بشري حقوقو کميشن له دغه راپور سره اتفاق کوي.

((که تاسو وګورﺉ چې په جېل کې کومې ښځې اوسيږي ، د هغوی حالت واقعي دومره حده پورې خراب دې ، هغوي سره ماشومان هم پاتې کيږي، بغير د څه د جرمه هغوي سره قيد وي نو هغوی ته هغه سهولتونه چې ښځو حوالې سره لازمي پکار وي ، د هغې فقدان دی. او د دغې لپاره ځیني غير سرکارې ادارې کار کوي چې دغه کمی پوره کړي. او په حکومتي کچ دې لپاره څه ګامونه نه اوچتيږي بايد چې ورته کوټلې ګامونه اوچت کړل شي))

د عاصم ملک وينا سره سم چې کومې غير سرکارې ادارې په جېلونو کې د ښځو حالت ښه کولو لپاره خپل کوښښونه کوي نو پکار ده چې حکومت تر دوی د رسيدو لپاره خپل طريقه کار او اجازت نامې کې اسانتياوې راولي.

کله چې مشال راډيو په دې باب د پاکستان د بشري حقوقو وزارت چارواکو سره د رابطې هڅه وکړه نو کاميابه نه شو.
XS
SM
MD
LG