د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ډېورنډ کرښه پاکستانۍ دروازه




د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسازي خبریالانو ته وویل چې پر دې سربېره چې پاکستان سلا شوی وو چې د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ په سیمه کې به د ډېورنډ له کرښې لګېدلې دروازه لرې کړي، خو بیا یې هم دا کار نه دی کړی.


تر دې مخکې په بیا بیا د کونړ او ننګرهار ولس او د افغانستان حکومت دا شکایت کړی دی چې د پاکستان له خوا د خلکو پر کورونو توغندي ورول کېږي.

دا ډول ستونزې د ۲۰۱۴ز کال په تناظر کې د افغانستان و پاکستان پر اړیکو څه اغېز لرلای شي؟

د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو څانګې مشر پوهاند ډاکتر اعجاز خان وايي، اړیکي چې خراب وي نو وړې مسلې هم غټېږي.

دی وايي، د دواړو هیوادونو له پاره تر ۲۰۱۴ز کال وروسته حالات ډېر مهم دي او باید د سولې او امنیت له پاره خپل تعلقات سم کړي.

خو په کابل کې د سیاسي چارو پوه عبدالستار سعادت فکر کوي چې پاکستان هڅه کوي تر ۲۰۱۴ز کال وروسته په افغانستان کې نظام ړنګ شي.

پوهاند ډاکتر اعجاز خان وايي، دی ګومان نه کوي چې تر ۲۰۱۴ز کال وروسته به افغانستان بې ثباته شي ځکه چې دا نه یوازې د اسلام اباد او کابل تر منځ د اړیکو مسله ده بلکې د دې دواړو تعلقات په سیمې او نړۍ اثر لري.

د شنونکو په اند، ۲۰۱۴ز کال یوازې د افغانستان له پاره نه بلکې د پاکستان د سیاسي، امنیتي او اقتصادي حالت له پاره مهم دی او په دې صورت کې باید د افغانستان د بې ثباتۍ مفکورې پر ځای باید د اقتصادي همکاریو په ذریعه د سیمې د ولس سوکالي په پام کې ونیول شي.
XS
SM
MD
LG