د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي سیمې او ټولټاکنې: مومند اېجنسۍ ګړدۍ مېز


قبایلي سیمې او ټولټاکنې: مومند اېجنسۍ ګړدۍ مېز
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:04 0:00

قبایلي سیمې او ټولټاکنې: مومند اېجنسۍ ګړدۍ مېز



په پاکستان کې د روان کال د مې پر يولسمه نېټه انتخابات کيږي چې د فاټا لپاره په دې لحاظ تاريخي اهميت لري چې په لومړي ځل سياسي ګوندونو ته دغلته د سياسي هلوځلو اجازت ورکړل شوی دی.


په دې لړ کې مشال راډيو له نننه(ګل ورځ) د قبايلي سيمو د بيلا بيلو حلقو د اميدوارانو سره د خبرو اترو سلسله شروع کوي چې مقصد يي د قبايلو ستونځې د هغوی له راتلونکو استازو سره شريکول او په قبايلي ولس کې د هغوی د سياسي او بشري حقونو په اړه پوهه او بيداري پيدا کول دي.

نننی پروګرام چې د دې لړۍ لومړى هغه دی چې د مومندو ايجنسۍ د ۳۶ مې حلقې له يو شمير انتخاباتي اميدوارانو سره جوړ کړل شوی دی.

مومند اېجنسۍ چې له پيښور، باجوړ او خيبر اېجنسو او افغانستان سره ګډه پوله لري په ۱۹۵۱
م کال کې ورته د جلا اېجنسۍ درجه ورکړل شول.

د مومندو اېجنسۍ په درې سب ډويژنو او اتو تحصيلونه کې يو لاک نهه اويا زره درې سوه څلور ١٧٩٣٠٤ رجسټرډ ووټران دي چې پکې شپېته زره ۶۰۰۰۰ یې ښځې دي.

د راتلونکو انتخاباتو لپاره به اليکشن کميشن د ١٠٧ پولنګ سټېشنو بندوبست کوي.

په اسلام آباد کې د قبایلي سیمو مومند اېجنسۍ ۳۶ حلقې په اړه دې بحث کې، آزاد امېدواران عبدلحمید خان، نثار مومند، ګل نواز خان او ملک اصغرخان برخه لري چې کوربه یې د مشال همکار داود خټک دی.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:44:38 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG