د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوګر: د هیليکوپټر ۱۰ کسیزه عمله طالبانو تېښتولې


نجیب الله الوخیل

دلوګر په ازرې ولسوالۍ کې دنړیوالو ځواکونو سره یوې قراردادي چورلکې بیړنۍ ناسته کړې او 10 کسیزه عمله يې وسلوالو طالبانو له ځان سره بیولې ده .


دلوګر دوالي ویاند دین محمد درویش مشال راډیو ته وویل:

((تیره ورځ دمازیګر په پنځو بجو دخراسان په نوم یو خصوصي ترکي شرکت الوتکه دلوګر ولایت د منګل خیلو په سیمه کې دهوا دخرابوالي او شدیدو بارانونو له امله بیړنۍ ناسته کړیده ،له بده مرغه یاده سیمه دوسلوالو طالبانو په لاس کې ده ،چې الوتکه دمخالفینو لاس ته لویدلې ده او پدې کې 7تنه ترکي انجینران، 2تنه اکرایني پیلوټان او یو تن افغان ژباړن هم طالبانو له ځان سره بیولي دي، د دې راپور له رسیدو سره سم دلوګر سیمه ییزې ادارې مسوول امنیتي ارګانونه ګمارلي دی او هم يې کابل په جریان کې کړی دی، سیمه ییزې ادارې د سیمه والو په مرسته د هغوی د خلاصولو لپاره هڅې پیل کړیدي .))

دلوګر دولایت مقام ویاند دین محمد درویش مشال راډیو ته وړاندې وویل، چې وسلوالو طالبانو دالوتکې عمله د منګل خیلو نږدې سیمې ته چې تنګ نومیږي بیولې ده، خو لا تراوسه هم افغان امنیتي ارګانونو د الوتکې د کیناستو ځای ته لاسرسۍ نه موندلی.

د دروېش په وینا د نیول شویو کسانو لپاره دسیمې د مخورو کسانو په واسطه هڅې چټکې کړیدي. د نوموړي په وینا دا چې الوتکه اوکراین جمهوریت پورې اړه لري نو ګمان دا دی ،چې پیلوټان يې هم اکرایني وګړي دي.

دخراسان کارګو یو تن کارکوونکي هم دنوم دنه ښودولو په شرط رسنیو ته ویلي ،چې په چورلکه کې ددریو تنو عملې په ګډون 10کسان سپاره ول.

د ازرې ولسوال حمیدالله حمید هم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي ،چې دا دیوې ترکي کمپنۍ قراردادي الوتکه وه ،چې نړیوالو ځواکونو ته يې اکمالات کول ،دده په وینا الوتکه په سیمه کې روغه پاتې شوې ده .
XS
SM
MD
LG