د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکايي پلاوي پاکستان ته په سفر تللی


رياض موسه خېل

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو د څانګې لخوا خپرې شوې خبرپاڼې ترمخه د اتوار په ورځ ماښام د امريکې يو پلاوي چې مشري یې د پاکستان افغانستان له پاره د امريکا خصوصي لنډ مهاله استازي ډېوډ پټریاس کوله د پوځي سرلښکر اشفاق پرويز کياني سره وليدل.


امريکایې پلاوي کې د ولسمشر اوباما خصوصي معاون ډګلس ليوټ او د دفاع د وزارت د پرنسیپل سیکرېټري نه سربېره اسلام آباد کې د امريکا سفير رچرډ اولسن هم شامل وو، دغه رنګ د پاکستان د خارجه وزارت سیکرېټري جليل عباس جيلاني هم ملاقات کې ګډون لرلو.

پر دې دوران د خپلمنځي زړه خوښۍ په چارو، دوه اړخيزه تعلقاتو او افغانستان کې په روان مفاهمتي عمل خبرې اترې وشوې.

د خبرو اترو په وخت پوځي سرلښکر وویل، چې په پاکستان افغانستان کې پوخ امن غواړي ځکه چې دا د منطقې له پاره بېخي ضروري دی.

د ده په خبره د افغانستان بياوداني کې د اسلام آباد کردار ډېر مهم دی.

دپاکستاني پوځ سرچينې مشال رېډيو ته وویل، چې پاکستان په امریکا غږ وکړو چې د افغانستان له خاورې په پاکستان کېدونکې برېدونو مخنيوي کې دې خپل کردار ترسره کړي.

د پاکستان امريکا تعلقاتو په اړه چې کله مشال راډيو د دفاعي او پوځي چارو د کار پوه پروفېسر حسن عسکري نه تپوس وکړو نو ده وویل چې تعلقات په بشپړه توګه نه دې سم شوي البته دې کې څه لږ ډېر ښه والی راغلی دی.

د ده په خبره دا تعلقات کله هم نه شي سمېدای خو بيا هم وخت په وخت دا قسمه دورې به تعلقات خرابېدو ته نه پرېږدې او دې سره به په ډېرو څانګو کې مرستو ته وده ورسي لکه د پولو څار او انتظام، د استخباراتو او معلوماتو تبادله، او دې سره به ډېرې لانجې هم هوارې شي.
XS
SM
MD
LG