د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني او زابل کې ۱۶ طالب وسله وال وژل شوي دي


د غزني زوړ ښار یوه برخه
د غزني زوړ ښار یوه برخه

غزني / قلات - د طالبانو پر ضد د ولسي پاڅون جنګيالي او دولتي چارواکي وايي، چې د غزني په دوو او د زابل په يوه ولسوالۍ کې يې د نښتو او عملياتو په پايله کې ۱۶ تنه طالبان وژلي او اووه نور يې ژوندي نيولي دي.


دوی وايي، په يوه نښته کې اوو تنه طالبان ټپيان شوي هم دي.

د قيام په نامه د شيلګر د پاڅون يو سيمه ييز قومندان وايي، تېره ورځ يې د اندړو ولسوالۍ په ښادو کې له طالبانو سره يو ساعت جګړه کړې ده، چې په پايله کې يې اوو تنه طالبان وژل شوي او همدومره نور ټپيان شوي دي.

دی وايي، وژل شوي او ټپي شوي کسان د طالبانو هغه ډله وه، چې وړمه شپه يې د پاڅون پر يوه پوسته بريد کړی وو.

((د نرغي په نامه يو کلي ته موږ پسې ورغلو، هلته ټک و ټوک را منځته شو او طالبان د ښادو په نامه يو کلي ته ولاړل، موږ هلته هم پسې ورغللو او يو ساعت مو ورسره جګړه وکړه، په دغه نښته کې اووه تنه طالبان وژل شوي چې جسدونه يې پر ميدان پراته دي، او له اوو تر اتو تنو سخت ټپيان شوي دي.))

د قيام په خبره په وژل شويو کسانو کې پاکستاني وزير او سلېمانزي کوچيان شامل دي.
دې ته ورته د غزني په مقر ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد د پيل شوي پاڅون غړي وايي، چې په دغه ولسوالۍ کې هم له طالبانو سره نښته شوې چې پکې شپږ تنه طالبان وژل شوي او دوه نور يې ژوندي نيول شوي دي.

ها خوا بيا د زابل د شاه جوی ولسوال محمد صديق صديقي وايي، چې د دوی په ولسوالۍ کې بهرنيو او کورنيو سرتېرو د طالبانو پر ضد عمليات کړي دي، چې پکې درې تنه طالبان وژل شوي او پنځه نور ژوندي نيول شوي دي.

دی وايي، عمليات د شاه جوی په ابراهيم خېلو او عثمان غني چمبر سيمو کې شوي دي.

((د داخلي او خاجي ځواکونو له خوا په ابراهيم خېلو چمبر سيمه کې عمليات وشول چې پکې درې تنه طالبان وژل شوي او پنځه نور ژوندي نيول شوي دي، په نيول شويو کسانو کې يو تن برهان نومېږي چې له تېرو درو کالونو راهيسې به يې ماينونه ښخول.))

تر اوسه پورې لا طالبانو د غزني د پېښو په اړه څه نه دي ويلي. خو په زابل کې نيول شوي کسان عام وګړي بولي.

قاري يوسف احمدي چې ځان د وسله والو وياند بولي وايي، چې بهرنيو سرتېرو په ابراهيم خېلو سيمه کې پر عامو خلکو چاپه وهلې او له ځان سره يې وړي دي.

وړمه شپه طالبانو په شيلګر کې د ولسي پاڅون پر يوه پوسته بريد کړی وو، چې په کې ۱۳ تنه پاڅون کوونکي وژل شوي ول، خو طالبانو ته په کې کومه مرګ ژوبله نه وه اوښتې.
XS
SM
MD
LG