د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې د سپرلي فټبال فاینل لوبه




فرهاد شینواری

د لوبو ځايي تنظیم خیبر سپورټس کلب له خوا د ګورنر ځانګړي پرمختیايي پروګرام په مرسته د خیبر ایجنسۍ په لنډي کوتل کې د سپرلي فټبال ټورنمنټ سر ته ورسیدی.


په دې ټورنمنټ کې له غونډې خیبر ایجنسۍ خواوشا شپاړلس فټبال لوبډلو برخه اخیستې وه، چې د فاینل لوبه یې د جان لنډي کوتل فټبال لوبډلې او خیبر ګرین جمرود فټبال لوبډلې ترمنزه وشوه،او دغه لوبه جان لنډي کوتل په ۳-۴ پنلټی ککس باندې وګټله،او خیبر ګرین جمرود ته یې ماتې ورکړه.

دې فاینل لوبې ته په زرګونه خلک راغلی ول،او په ښه لوبه یې لوبغاړو حوصله افزایې کوله.

د فټبال دغه فاینل لوبې په مهال د خیبرګرین جمرود یو لوبغاړي توفیق اپریدی مشال ریډیو ته وویل چې(( نن زه ډیر خوشاله یم چې په دې لوبه کې برخه اخلم، ما ورته ښه تیاری کړی دی، زه فخر احساسوم چې نن په خپلو خلکو کې لوبه کوم،او دې لوبې ته د دومره زیاتو خلکو راتګ نړۍ ته د امن پیغام ورکول دی ))

په دې لوبه کې د فټبال بین المللی لوبغاړی عتیق شینواری هم د جان لنډي کوتل فټبال لوبډلې له خوا برخه واخیسته او په خپلو خبرو کې یې وویل چې(( ما تر اوسه خوا وشا پینزه ویشت بین المللی لوبو کې برخه اخیستې ده،خو زه نن ډیر خوشاله یم چې په خپل کلی کې دغه لوبه کوم،او ځايي خلک ما سره او زما لوبې سره ډیره مینه کوی اوزه هم د هغوی ډیره مننه کوم))

د سپرلي ټورنمټ راجوړونکی تنظیم خیبر سپورټس کلب یو عهدیدار راحت الله وویل چې(( موږ د جی ایس ډي پی، چارواکو مننه کوو چې موږ سره یې په دې ټورنمنټ کې مالي مرسته وکړه،او ځايي خلکو ته ترې یوه ښه تفریح ملاو شوه،او داسې ډول لوبې په دې سیمه کې په امن راوستو کې یو ښه رول لوبوی))

یاده دې وی چې په دې ټورنمنټ کې شریکو لوبډلو ته د لوبو سامانونه ورکړۍ شول او کامیابې لوبډلې لوبغاړو ته پکې انعامونه ملاو شول.
XS
SM
MD
LG