د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان خوشبینه نوی کهول



په داسې حال کې چې ځينې کسان له افغانستانه د وتو پلان جوړوي خو نوی نسل چې د طالب رژیم وروسته د رامنځ ته شوې آزادۍ خوند یې اخیستی دی، هوډ لري چې په خپل کې هیواد کې پاته شي او خپل جګړه ځپلی ملت بیا ودان کړي.


فرانس پریس لیکي، د راتلونکي کال تر پایه لویه برخه بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي، ډيری وړاندوینه کوي چې سخت دریځې اسلامي ډلې به بیا راشي او د نویمو کلونو په څیر به کورنۍ جګړه پیل شي.

خو ځوان افغان کول د ژباړونکو، خبریالانو، هنرمندانو او نورو فعالانو په ګډون وایي چې دوی په افغانستان کې پاتیږي او غواړي چې د خپل هیواد د ښه راتلونکي لپاره کار وکړي.
څیړونکي عمر شریفي فرانس پریس اژانس ته وویل، دغه نوی نسل چې له نړیوالو سره تر پخوانیو ډير پیژني، د پخوانیو په پرتله له بهرنۍ نړۍ سره ډير اشنا او متمد نه دی دوی به په هغه مځکې کې چې نیم خلک یې تر اتلسو ټيټ عمر لري، بنسټیز بدلون راولي.

یوه سوداګر نهه ویشت کلن جمشید ابراهیم بیا فرانس پریس ته په کابل کې د هغې ودانۍ په سر چې د ده د دریو کمپنیو له خوا جوړه شوې ده، وویل چې زه افغانستان کې هوسیږيم، زما ورسره مینه ده او زه د هغه مسوولیت لرم.

ابراهیم هغه څوک دی چې په دوه زره دریم کال کې یې درې زره ډالر لرل خو له افغانستان سره د میلیارډونو ډالرو مرستو له امله دی اوس شتمن شوی دی، خو لاهم غواړي چې شتمني یې زیاته شي.

ده زیاته کړه، زه یوازې دې ته سوچ نه کوم چې ډير شتمن شم او پیسې پیدا کړم، زه دې ته هم فکر کوم چې د خپل هیواد په ودانولو کې خپله ونډه واخلم.

ابراهیم بیا وویل، کله چې زه په کابل کې کورونه جوړوم نو د کابل څیره ورسره بدلیږي او خلکو ته کار پیدا کیږي.

څیړونکی شریفي په دې باور دی چې د افغانستان نوی نسل د جګړې تجربه لري او په ځینو برخو کې د بهر تجربه هم دوی پیدا کړې ده، نو دوی داسې فکر خپل کړی دی چې افغانستان ته کار وکړي.

شریفي وویل، هغه نسل چې په نویمو او اتیایمو لسیزو کې زیږیدلي دي، دوی هم کمونستان ولیدل او هم یې طالبان او هم یې د کډوالو کمپونه ولیدل.

خو د خوشبینو تر څنګ دا اندیښنې شته چې کله په دوه زره څوارلسم کال کې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، څه به کیږي.
XS
SM
MD
LG