د لاسرسي ځای

تازه خبر

واڼه: پر انتخابي جلسه راکټي برید، یو مړ ۱۴ ژوبل

دجنوبي وزیرستان په واڼه سیمه کې په راکټي برید ونوکې یو کس وژل شوی او ۱۴ نور ژوبل شو دي . له سیمې څخه عیني شاهدانو نن ګهیځ (سهار) مشال راډیو ته په ټیليفوني خبرو کې وویل، چې په دغه سیمه کې نن سهار په داسې وخت کې ۵ راکټونه ولګیدل چې ازاد امیدوار نصیرالله وزیر د انتخاباتو په لړ کې جلسه کوله.


درې راکټونه د واڼه په شاوخوا سیمو کې لګیدلي خو دوه راکټونه د نوموړي جلسې ته نږدې ولګیدل چې په ترڅ کې یې یو کس ووژل شو او ۱۴ نور ژوبل شول.

بلخوا نن سهار له ټانک سره نږدې د پولیو پر څاڅکو ورکونکیو ډلې وسله وال برید شوی چې په ترڅ کې یې د لیویز ځواک دوه سرتیري ژوبل شوي خو د پولیو عمله خوندې ده.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG