د لاسرسي ځای

تازه خبر

پخوانی پوځي ولسمشر پرویز مشرف ونیول شو



د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف نن عدالت ته حاضر شو. نوموړی د زیارت په ورځ د اسلام اباد د هايي کورټ نه د ګرفتارۍ څخه تښتیدلی و او د پلازمینې په څنډو کې یې خپل کور کې ځان پټ کړی و.


پرویز مشرف نن د اسلام اباد مجسټریټ محمد عباس شا ته ځان وړاندې کړ، مجسټریټ ده ته دوه ورځنی ټرانیزیټ ( راهدارۍ ) ریمانډ ورکړ، نوموړی وروسته د پولیسو په ولکه کې خپل کورچک شهزاد ته واستول شو.

دی به په دې کور کې نظر بند ساتل کیږي او دوه ورځې وروسته به په راولپنډۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کیږي.

نوموړی د ۱۹۹۹ کال د کودتا نه تر ۲۰۰۸ م کاله پورې په واک کې و چې بیا په زوره د واک پریښودلو ته اړ کړای شو.

داسلام اباد های کورټ د پلازمینې د پولیسو د مشر نه ځواب غوښتی و چې ولې یې پرویز مشرف ګرفتار کړی نه دی.

نهه شپیته کلن مشرف په ۲۰۰۷ کال کې د قاضیانو د کار نه د ګوښه کولو په قضیه کې د تورونو سره مخامخ دی ، هغه مهال چې ده بېړنی یا اضطراري حالت اعلان کړی و.

له جلاوطنۍ وروسته هغه په مارچ میاشت کې هیواد ته ستون شو او غوښتل یې چې د مې د یوولسمې نیټې په انتخاباتو کې برخه واخلي خو په انتخاباتو کې د برخه اخیستو جوګه نه دی ګڼل شوی.
XS
SM
MD
LG