د لاسرسي ځای

تازه خبر

"که هر څومره بدحالت وي اې اېن پي نه پر شا کېږي"


غلام غوث

پېښور:وسلوالو په تيرو څو ورځو کې پر عوامي نېشنل ګوند يو شمير خونړي بريدونه ترسره كړل خو د عوامي نېشنل ګوند كاركنان وایي، دوی له دې بريدونو نه وېرېږي او د راروانو ټولټاكنو لپاره به خپلې سياسي هلې ځلې جاري ساتي، او وسلوال طالبان بیا وايي چې دوی به پر سيكولر سياسي ګوندونو بريدونو ته دوام وركوي.


له مشال راډیو سره په خبرو کې د عوامي نېشنل ګوند مشران وايي، د سيكولر مفکورې مانا د انسانيت او نورو مذهبونو احترام کول دي او په اصل کې پر عوامي نېشنل ګوند ځكه بريدونه تر سره کېږي چې د ترهه ګرۍ پر ضد يې واضحه تګ لاره خپله كړېده.

غلام احمد بلور د عوامي نېشنل پارټۍ یو مرکزي مشر
غلام احمد بلور د عوامي نېشنل پارټۍ یو مرکزي مشر
په تيرو څو ورځو کې د عوامي نېشنل ګوند پر مشرانو او غونډو د وسلوالو لخوا خونړي بريدونه ترسره شوي خو د عوامي نېشنل ګوند كاركنان وايي، دوی به تل د خپلو مشرانو تر شا ولاړ وي او د راروانو ټولټاكنو لپاره به د هغوی هلې ځلې روانې وي-

د عوامي نېشنل ګوند يو كاركن چې د پېښور په يكه توت کې د وسلوالو په ځانمرګي بريد کې ټپي شوی دی، په لېډي ريډینګ روغتون پېښور کې مشال راډيو ته وويل:

((موږ د دې پېښو زښته غندنه كوو خو له دې سره زموږ حوصلې نه ټيټېږي، دا خو يو پټ جنګ روان دی، موږ ورته ښكاره يو او هغه پټ دي، كه ښكاره وو نو موږ به ورته هم ښودلي ول،موږ پښتانه خلك يو او په يو خبره ولاړ يو،او د دې بريدونو سره موږ نه وار ختا كوو))

تحريك طالبان پاكستان پر عوامي نېشنل ګوند د دا وروستیو بريدونو په لړ کې ويلي، چې په سيكولر سياسي ګوندونو به خپلو بريدونو ته دوام وركوي.

خو له مشال راډيو سره په خبرو کې د عوامي نېشنل ګوند یو مرکزي مشر سياستوال غلام احمد بلور د وسلوالو طالبانو دريځ رد كړو او ويې ویل چې د مولانا حسين مدني اومولانا ابوالكلام آزاد غوندې نور لوړپوړي عالمان هم د عوامي نېشنل ګوند په رنګ سيكولر مفكوره لري:

((زه د مولانا حسين مدني د هغه زوی چې د هند اسمبلۍ غړی دی او د مولانا ابوالكلام آزاد سيكولر مفكوره منم، دا ټول د لوړې پاییې مسلمانان دي، دوی هم مسلمانان دي او زه هم د دوی غوندې مسلمان يم،كه څوك د atheist يا بي دينه خبره كوي نو سيكولر]د مذهب په بنياد بې پلوه[ جلا شي دی او بې دينه جلا شی دی د مذهبونو او انسانيت احترام ته سيكولریزم ویل کېږي او چې څوك خدای رسول نه مني هغه ته بې دينه))

د عوامي نېشنل ګوند يو بل مشر او د اې اېن پي مركزي نایب صدر سېنېټر حاجي عديل هم له مشال ريډيو سره په خبرو کې وويل، چې عوامي نېشنل ګوند ځكه په نښه کېږي چې د تره ګرۍ پر ضد يې يوه واضحه تګلاره خپله كړېده خو عوامي نېشنل ګوند له دې بريدونو ډارېږي او په راروانو ټول ټاكنو کې به په هر حالت کې برخه اخلي:

((موږ د تره ګرۍ پر ضد يو دريځ خپل كړی دی او زموږ خواوشا ۷۵۰ كسانو شهادتونه او قرباني وركړېده، زموږ بچو باندې د اسفنديار پر خور باندې حملي شوې دي،بشير بلور او د ميا افتخار زوی شهيد شوی دی، موږ د تره ګرۍ خلاف يو، خو که له دې بد حالات وي هم نو به په انتخاباتو کې برخه اخلو، له ماتې سره به مخامخ شو نور به څه وشي؟))

په يكه توت پېښور کې د سه شنبي په ماسخوتن د غلام احمد بلور او هارون بلور په جلسه کې د وسلوالو طالبانو د ځانمرګي بريد وروستو عوامي نېشنل ګوند د دريو ورځو لپاره د انتخابي کېمپين د ودرولو اعلان كړی دی او د پنجشنبي په ورځ يې د وسلوالو د دې اوسنیو بريدونو روستو د ګوند د مشر اسفنديار ولي خان په مشرۍ کې د عوامي نېشنل ګوند د لوړپوړو مشرانو غونډه رابللي ده او تر دې وړاندې د عوامي نېشنل ګوند يو شمير لوړپوړو مشرانو په بيا بيا ویلي دي چې په هر حال کې به په انتخاباتو کې برخه اخلي-
XS
SM
MD
LG