د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان الیکشن کمېشن


د نېوز ویک مجلې په یوه مقاله کې راغلي د پاکستان الیکشن کمیشن ته یوه مهمه او مشکله ذمه واري ورپه غاړه ده او ځنې خلک دا اندیښنه لري چې کیدای شي دیادې ادارې مشر فخرالدین جي ابراهیم دې لپاره مناسب تن نه وي.


یعنې په داسې حال کې چې سپریم کورټ په انتخاباتو کې ژور مداخلت کوي، ۸۵ کلن ابراهیم به څه ډول په اولني وار د هېواد دیو جمهوری حکومت نه بل منتخب جمهوري حکومت ته د واک سپارلو کار په ښه ډول ترسره کړي؟

مقاله زیاتوی په تېره هفته کې دانتخاباتو لپاره د نامزدګۍ کاغذونو د جمع کولو پر مهال ریټرننګ افسرانو د امیدوارانو سپکاوی کړی یعنې د ځنیو نه یې قومی ترانه چې په فارسۍ ژبه کې ده په یادو اوروله، بیلا بیل آیتونه یې ترې اورول او د انګریزۍ ژبې د ټکو پوښتنې یې ترې کولې.

بیا ځنې ریټرننګ افسرانو د امیدوارانو په جامه پیزار باندې هم تبصره وکړه یو امیدوار نه پکې پوښتنه وشوه چې ږیره یې ولې نشته. زیاتره امیدواران چې په دې پوښتنو حیران وو په جواب وییلو کې یې ناکامه شو، چې بیا په رسنیو کې یې ښودل شورو شو.

دا راز دا ممکنه تاریخي انتخابات دیو معمولي مذهبي فعالیت په توګه وړاندې کول کیږي.

نیوزویک مجله لیکي سیاسي ګوندونو په فخرالدین جي ابراهیم په دې لړ کې تور ولګؤ چې الیکش کمیشن ریټرننګ افسران ددغه غیر ضروري پوښتنو نه منعې کوي.

بلخوا د سپریم کورټ چیف جسټس دریټرننګ افسرانو ددغه رویې ستایینه کړې او فخرالدین جي ابراهیم ددې عمل نه ځان دلرې ساتلو لپاره یو بیان جاري کړې دې یعنې دا چې ریټرننګ افسران ججان دي او او دا دهغوي اختیار دی چې څه ډول او د چا نامزدګي مني او د چا نه.
XS
SM
MD
LG