د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې نرښځيان ټولټاکنو ته ولاړ دي


د نرښځیانو د حقونو ادارې مشر الماس بوبي
د نرښځیانو د حقونو ادارې مشر الماس بوبي




رابعه اکرم

اسلام اباد:- د پاکستان تاريخ کې په وړومبي ځل راتلونکو ټولټاکنو کې به نر ښځيانې نه یوازې ووټ استعمالوي بلکې برخه به هم پکې اخلي.د نرښځیانو حقوقو ادارې په وینا چې اووه (٧) نر ښځیانو د نامزدګې کاغذونه منظور کړل شوي دي.


هم په دغه اووه کانديدانو کې يو بنديا رانا ده چې د کراچې نه د صوبايې حلقې ١١٥ نه ولاړه ده، وايې چې اليکشن کې د حصه اخيستو سوچ هغه وخت راغلو کله چې دې د سياسي ګوندونو په منشورونو کې د خپلو خلکو حقوقو لپاره څه ونه ليدل.

((موږ د مختلفو سياسي ګوندونو منشورونه وکتل نو په هغه کې صرف د ښځو او ماشومانو خبره وه خو هلته د نرښځیانو پحقله د څه ذکر نه وو، نو موږ بيا سوچ وکړو چې د دوی په منشورونو کې زموږ لپاره څۀ نشته او د سپريم کورټ په احکاماتو هم عمل نه کيږي نو ولې نه خپله قامي او صوبايې اسمبلې ته لاړ شو او د خپلو خلکو حقوقو او د سپريم کورټ په احکاماتو عمل درامد کولو لپاره کار وکړو او د نورو غريب ولس لپاره هم اواز اوچت کړو))

څنګه چې بنديا رانا خيالات لري نو هم دغسې فکر د ګجرات ريشم عرف ذاهد هم لري چې د اين اې ١٠٥ نه د قامي اسمبلې سيټ لپاره ولاړدی، مشال راډيو ته يې وويل چې هغه نه صرف د خپلو خلکو بلکې د محرومه او غريبې طبقې لپاره کار کول غواړي.

((د ملک حالات خراب دي ، غريب ولس په تکليف کې دی، ګراني ډيره ده او زما مقابله صرف له ګراني سره ده ، بل چا سره نه ده ، ما خو ښه سوچ کړی دی چې زموږ د ملک حالات ښه شي، باقي د خداې کارونه دي))

که د پنجاب او سند صوبې نه د نرښځیانو استازي ټولټاکنو کې حصه اخيستونکې دي نو د خيبر پښتونخوا نه داسي څوک نشته چې ټولټاکنو ته ولاړ وي.

د پيښور نر ښځی خان ګل عرف نيلي وايي چې خيبر پښتونخوا نه دې ځل چا په ټولټاکنو کې حصه وانه خيسته خو کوښښ به يې دا وي داسي چاته خپل ووټ ورکړي چې د دوي د حقوقو خيال وساتي.

(( زموږ لپاره چې کومه کوټه د نوکرو يا د صحت په مد کې راغلې ده چې د هغو په اړه منتخبه نمائندګان لږ کار وکړي، او څنګه چې نارينو او ښحو لپاره بېل وارډونه جوړ شوي دي نو پکار ده موږ له هم جوړ شي ، ولې چې داسې ښځې يا نارينه راپورې خندا وکړي. او زموږ خلک دا وايې چې موږ چا ته ووټ ورکوو نو ملګرې به هم ورکوي، يو کس ته چې ورکړو نو سبا ته به مو څۀ مدد وکړل شي))

د نرښځیانو په ټولټاکنو کې د برخې اخيستو په باب د نر ښځیانو د حقوقو د ادارې مشر الماس بوبي مشال راډيو ته وويل(( چې اوس خو زموږ خلکو همت وکړو او لا خلکو دومره موږ نه يو قبوله کړي، خدای به مخکې هم ښه کوي ، که دې ځل په دوی کې څوک کاميابه نه شول نو بيا به کاميابه شي ، اوس خو موږ خپل ځای جوړ کړو خو دا ښه ده چې خلکو کې اوس زموږ په باب لږ ډېر احساس پيدا شوی دی))

د بوبي له وينا سره سم چې په ټولنه کې دا دوی د کاميابۍ وړومبې قدم دی او که څوک په کې کاميابه شول نو د دوی خلکو ته به ډيره فائده ورسوي.
XS
SM
MD
LG