د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستیو ځوانانو د تحصیل یو بل چانس ترلاسه کړ


نجیب الله الوخیل
په خوست کې د پوهنې ریاست په چوکاټ کې دادرې او حسابدارۍ په نوم نوی انسټیټیوټ پرانیستل شو ،نوموړی انسټیټیوټ دبانکدارۍ ،محاسبې ،اقتصاد او مدیریت په برخو کې څلور څانګې لري.


دخوست دپوهنې ریاست مسوولین وايي ،چې پدې انسټیټیوټ کې به په خوست کې سلګونو ځوانانو ته دنیمه عالي زده کړو زمینه برابره شي ، همدارنګه یاد مسوولین وايي ،چې دوی دنجونو او میرمنو دجذب لپاره هم پوره شرایط برابر کړيدي.

د ادارې او حسابدارۍ په نوم انسټیټیوټ ،چې تیره ورځ په خوست کې دیوې غونډې له لارې رسماً پرانیسل شو ،هغه شمیر ځوانانو ته به پکې دنیمه عالي تحصیلاتو زمینه برابره شي ،چې دکانکور په ازموینه کې بې پایلې پاتې شوي او یايې نمرې لږې دي،په یاده موسسه کې هغه زده کوونکیو ته چې کورونه يې له ښار څخه په لیرې واټن کې دي دلیلیې انتظام هم په پام کې نیول شویدی .

دخوست دپوهنې رئیس بخت نور بختیار وویل ،چې پدې انستیټیوټ کې به په څلورو برخو یانې بانکداري ،محاسبه ،اقتصاد او تجارت او داداره او مدیریت په برخو کې محصلان د دوو کلونو لپاره تحصیل پرمخ وړي او له دوی څخه به فني کسان جوړیږي ،چې په دواړوحکومتي او خصوصي سکټورونو کې به دکار کولو توان او وړتیاوې ولري :

((دا انستیتوټ داداره او حسابداري په نوم باندې یادیږي ،څلور رشتې لري،چې یوه يې بانکداري ده ،بل يې محاسبه ده ،بل يې اقتصاد او تجارت دی او څلورمه يې اداره او مدیریت دی،پدې څلورو واړو رشتو کې به په یو ځل په سلګونو ځوانان مني ،هم لیلیه بخش لري او هم نهاري بخش لري،فني کدرونه به پکې روزل کیږي ،پدې کې به هم دولت ته ګټه وي یانې په دولت باندې به دوظایفو فشار نه وي او هم به خلکو ته دا فایده وي ،کچیرې په دولت کې يې وظیفه پیدا کړه ،ډیره ښه ده او که پیدا يې نکړه کولای شي په شخصي ډول په بازار کې دخپل مسلک په لحاظ ځان لپاره حلاله نفقه پیدا کړي ،د انستیتوت تشکیل په شاګردانو پورې تړلی دی،هر څومره چې شاګردان زیات وي موږ به يې په هماغه اندازه تشکیل زیاتوو.))

دادرې او حسابدارۍ انستیتیوټ دپرانیستې لپاره دپوهنې وزارت څخه خوست ته دراغلي پلاوي مشر محمدسمیع مایار په خپلو خبرو کې پدې موسسه کې دنجونو او میرمنو لپاره دتحصیلي شرایطو یادونه وکړه او زیاته يې کړه ،چې دیادې موسسې ښوونیز کال په هر موسم او وخت کې پرمخ بیول کیدای شي او محصلان یو سمستر له زده کړو وروسته نه پاتې کیږي بلکې تیر شوی وخت کولای شي په ژمي او یا داوړي په رخصتیو کې جبران کړي :

((ددې انستیتیوټ یوه خاصه ځانګړتیا دا هم ده ،چې پدې کې اناث یا نجونې هم کولای شي ،چې په ځانته بخش یا مختلط بخش کې روزنه او تحصیل ترلاسه کړي او دویمه ځانګړنه يې داده ،چې پدې کې تعلیمي او ښوونیز کال دنوروز نه په نظر کې نه نیول کیږي،بلکې خپل وخت او زمان چې دیو سمستر لپاره ټاکل شویدی هر کله چې پوره شو،نو سمستریز امتحان ورڅخه اخیستل کیږي .))

خوست والي عبدالجبار نعیمي دیاد انستیتیوت د پرانیستې په مراسمو کې په تیره یوه لسیزه کې په ځانګړې ډول دپوهنې په بهیر کې دیو شمیر اساسي پرمختیاوو یادونه وکړه او ويې ویل،چې مامورین او خلک باید ددې هیواد دیو ښه راتلونکې لپاره دنظام ښیګڼې په پام کې ونیسي ، ده وویل ،چې دیوې ښې حکومتدارۍ او نظم درامنځته تګ لپاره باید دمکافاتو او مجازاتو اصل پلی کړو:

((دا کوم حالت چې موږ نن لرو تر پخوا نه ډیر بهتر دی ،کچیرې موږ او تاسو فکر وکړو ،دوولس کاله مخکې په تعمیراتي لحاظ په تشکیلاتي لحاظ ،همدارنګه دشاګردانو او معلمانو په لحاظ موږ څه نه درلودل ،نن الحمدالله موږ په هره برخه کې پرمخګ کړی دی او پدې پرمختګونو کې واقعاً دافغانستان اسلامي جمهوري دولت ډیر زیات فعال رول لري.))

ښاغلي نعیمي په خوست کې دمعارف او ښوونې روزنې دبهیر دښه والي په خاطر دپوهنې ریاست مسوولینو ته لارښوونه وکړه ،چې دهغو مامورینو او ښوونکیو پروړاندې جدي چلند وکړي ،چې وظیفوي احساس يې کمزوری دی او ددوی دبې پروايۍ له کبله دا بنسټیز بهیر اغیزمن کیږي.

کتونکي پدې باور دي ،چې دځوانانو لپاره دنیمه عالي تحصیلي موسساتو او انسټیټیوتونو ایجاد کولای شي ،دځوانو په مسلکي روزنه او ددوی دکاري او مسلکي وړتیاوو په لوړونه کې ګټور تمام شي.
XS
SM
MD
LG