ظفر کریمي
د کراچۍ پولیس نن یعنې د نهی په ماسپښین د بلدیه ټاون په سیمه کې د وسله والو کسانو د ګوزن یا پولیو ضد په څاڅکو ورکونکو ښځینه کارکنانو باندې ډزې کړي دي.
د سیمې د پولیسو مشر ایس پي شاهجان مشال ریډیو ته وویل، چې په دغه حمله کې د ګوزن د څاڅکو ورکونکې ډلې هېڅ یو غړي ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
هغه زیاته کړه چې بریدګر یې له وسلو سره نیولي دي.
((بریدګر څلور کسان ول، یو یې مشر و ، دوی موږ ونیول او وسله مو هم ورسره ونیوله. حمله کونکو راسا ډزې کړي دي خو چاته په کې مرګ ژوبله نه اوښتې))
د ایس پي شاهجهان په خبره د نیول شویو کسانو څخه پولیسو پلټنې شورو کړي دي خو تراوسه دا نه ده مالومه چې دغه کسان د کومې ډلې سره تراو لري .
د هغه په خبره د یادې پیښې روسته د روغتیا محکمې په کراچۍ ښار کې د پولیو ضد د څاڅکو ورکولو کمپین ځنډولی دی .
د پېښې څخه د اغیزمن شوې ډلې مشرې فرحت پروین مشال ریډیو ته ویلي دي چې ددوي د ټیم ښځینه کارکونکې په بلدیه ټاون کې د یو کور ماشومانو ته د څاڅکو اچولو په موخه ننوتلې وې او چې کله دوي رابهر شوې نو وسله والو کسانو پرې ډزې وکړې.
((د خدای په فضل څوک مړه یا زخمیان نه شول ، پولیس والا د موږ سره و، حمله یې کونکي یې ونیول . زموږ د سیکورټۍ لپاره پورته کړې شوي ګامونه اوس هم کم دي . اوس زموږ ټولې کارکونکې یریدلي دي او خپلو کورونو ته تلي دي . نن زموږ کارکونکې نورو ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو کار درولی دی))
یاده دې وي تیر کال د دسمبر په میاشت کې هم د کراچۍ ښار په لانډي او بلدیه ټاونونو کې د پولیو ضد په څاڅکو ورکونکو ډلو باندې حملې شوې وې چې مرګ ژوبله یې اړولې وه . ددغو حملو روسته د سند صوبې د روغتیا محکمې په ټوله صوبه کې د ګوزن ضد څاڅکو ورکولو کمپین تر ډېر مودې پورې ځنډولی و.