د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات ګوزڼ وهلې لبنی


نياز احمدخان

د سوات مينګورې ۲۲ کلنه لبنی په یوه ځايي روغتون کې نرسه ده او په وړوکوالې کې د ګوزڼ څاڅکي نه اخیستو له وجې یې دواړه پښې اغېزمنې شوې دي. دا وايي ګوزڼ ځکه ورته لګېدلی چې پلار یې ډېر سخت سړی وو او په وړوکتوب یې د ګوزڼ څاڅکي نه دې ورکړي.


لبنی وايي چې کله ماشومه وه او نورو ملګرو به یې لوبې کولې نو دا به ډېره زیاته کړېدلې، دې به هم غوښت چې له هغوی سره لوبې وکړي، له هغوی سره وځغلي. له هغوی سره سیالي وکړي.

دا زیاتوي چې په ناروغه ورځ کې یې تعلیم حاصل کړی او کله چې به سکول ته تله نو نو يوه پښه به يې ځان پورې راښکله او له وجې به ورته ډير تکليف وو، اکثر به يې پښه او لاس زخمي وو.

لبنی وايي، چې ډير په تکليف يې ژوند تېر کړی، تعليم يې وکړ، او اوس نرسه ده. دا نورو معذورانو ته پيغا م ورموي چې که همت وکړي نو خپل ژوند په ښه توګه تيرولای شي.
لبنی نورو مېندو او پلرونو ته وايي چې خپلو بچو ته د پوليو څاڅکي ضرورورکړي ځکه د لږ شان غفلت له وجې د يو تن ټول ژوند متاثره شي.

لبنی زياتوي چې د پښتنو په معاشره کې معذوره جينکۍ نورې هم يو شمېر ستونزې لري.
XS
SM
MD
LG