د لاسرسي ځای

تازه خبر

زلزلې بلوچستان کې نهه تنه وژلي



د پاکستان په ګډون ايران او هندوستان کې زلزله راغلې چې په کې يوشمېر کسانو ته د مرګ ژوبلې اوړيدو خبرونه دي. نړیوالې رسنۍ وايي چې د بلوچستان په ماشکېل کې یې نهه تنه وژلي دي.


د ر پورټونو له مخې د زلزلې مرکز له ايران سره په پاکستانۍ پوله باندې وو چې د امريکا د جيولاجېکل سروې له مخې شدت يې په رېکټر کچه (سکېل) اووه اعشاريه اته وو. د ایران مېډیا هم د څه باندې ۴۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

رپورټونو زياتوي په زلزله کې يوشمېر خلکو ته مرګ ژوبله اوړيدلې .

د پاکستان د موسميانو اداری د رسنیو چارواکي محمد رياض د زلزلې په اړه مشال ريډيو ته ويل: چې زلزله په سیند او د پنجاب په جنوبي برخو کې هم محسوسه شوېده.

بلخوا د قامي آفت سمبالولو ادارې یوه چارواکي ارشاد بټي مشال راډیو ته وویل چې دوی د پاکستان له لرې پرتو سیمو د زلزلې په اړه مالومات راټولوي چې چا ته مرګ ژوبله یا نور زیانونه خو نه دې رسېدلي.

د مشال ريډيو د خبريال له مخې زلزله نن ماځيګر په پاؤ کم څلور بجې د پاکستان په زياتره سيمو کې راغلی چې په کويټه کې يې شدت زيات وو او خلک له کورونو او دکانونو څخه راوتي وو.
XS
SM
MD
LG